Advertisements
ادبیات

خیال یا تصور 

لیکنه: ملیحه ناصري

د هرې ادبي پنځونې په ځانګړي ډول د شعر اساسي توکی او بنسټ خیال دی. که چېرې,ټوله ادبي پنځونه پر خیال بناء هم نه وي ؛ خو د ادبي پنځونې په رامینځته کولو کې ستر رول لوبوي. ځکه خیال له یوې خوا ادب پنځګر له تقلیده ساتي او له بلې خوا د همدغې خیال په مرسته کولی شي نوښتګر ذهن ولري. حقیقتونه په یوې بلې یا داسې بڼه وړاندې کړي چې هم پخپله خوند ترې واخیستی شي او هم لوستونکو ته د منلو وړ وي. خیال سره له دې چې د انساني احساساتو , دروني حالاتو ښه انځورونه کولی شي او د ادبي تخلیق لامل ګرځي. سربېره پر دې په عادي او محسوسه نړۍ کې سړی دې ته هڅوي چې موخې وټاکي او هغو ته د رسېدا په پار لارې چارې برابرې کړي.

مثلا که چېرې څوک ځان ادبپوه ونه انځوروي او په خیال کې ځان ادیب ونه ګڼي ؛ نو څنګه به دې موخې ته د رسېدا لومړني پړاوونه ترتیب کړي. او بیا د همدغې خیال په مرسته ادب د خپلې مینې او رسالت په توګه پېژني؛ ځکه خیال هڅوونکی او پاروونکی خاصیت لري.

هر انسان په فطري ډول خیالي نړۍ لري او ځان ته په خیالي نړۍ کې د اړتیا مطابق اسباب او وسایل برابروي چې د هغو په مرسته هر هغه ځای ته تلی شي چې دی یې غواړي ؛ ځکه خیال پر انسان محدودیت نشي وضع کولی, که محدودیتونه وضع کېږي هم عقل یې پر خیال وضع کوي او تر محدودې سیمې داخوا هاخوا یې نه پرېږدي چې لاړ شي ؛ خو د عادي او شاعرانه ذهن خیالي نړۍ خورا توپیر سره لري. عادي ذهن په یوه مالوم چوکاټ کې او تر هغه ځایه انځورونه کولی شي چې د ده د درک وړ وي او هومره یې چې ذهن د هغې توان لري؛ خو شاعرانه ذهن تېز او له ابتکاره ډک وي. شاعر یوازې خیال نه ویني او نه ساده انځورونه کوي ؛ ځکه هغه له خیاله سره خپل نوښتونه یو ځای کوي او یوه بله نړۍ جوړوي د تخییل نړۍ.  چې همدا تخییل له الفاظو سره مل کېږي او د یوې نوې او نوښت لرونکې انځورونې چاپېریال رامینځته کوي. مانا دا چې تخییل د عادي انځورونې او شاعرانه انځورونې تر مینځ کرښه کاږي.

مثلا عادي انسان چې د ستونزو تر امبار لاندې ورک شي ؛ نو ایله همدومره وایي چې بد قسمته یم, بخت مې تور دی, کمبخت یم او داسې نور ؛ خو شاعران د خپل لوړ خیال په مرسته همدا مانا په خوندورو الفاظو کې پېچي او تر دې کلیمو  خورا اغېزناک مفهوم او احساس لېږدوي.کاظم خان شیدا وایي:

په دریاب به څه رنګ تر شي کام زما

چې نسکور لکه حباب دی جام زما

شیدا هم له خپلې بدقسمتۍ نه سر ټکوي ؛ خو تر عادي خبرې دا بیت ژر پر زړونو پرېوځي.

خبره د خیال او د تخییل د توپیر شوه ؛ نو ښه به وي چې د شعرستان څو کرښې راواخلو چې احسان الله درمل یې داسې بېلړي: شاعر په حافظه کې د پرتو تصوراتو تر مینځ د مشابهت یا حتی تضاد له مخې اړیکې کشفوي او بیا د همدې اړیکو پر بنسټ مختلف تصورات سره یو ځای کوي او یو نوی تصویر ترې تراشي… په ادبیاتو کې کله کله خیال هم د تخییل په مانا کارول شوی ؛ خو ځینې کره کتونکي په دې اند دي چې خیال له حسي ادراکه پرته په ذهن کې د یوې پدیدې حضور ته وایي. یعنې هغه مهال چې موږ ګلاب ته نه یو مخامخ ؛ خو د ګلاب تصویر مو د ذهن پر هنداره ځلېږي , نو خیال یې بولي. او کالرېج بیا خیال استعداد او تخییل نبوغ ګڼي. تخییل له تجربو او حسي ادراکه نوې طرحه جوړوي ؛ خو خیال د حافظې داسې حالت دی چې حسي تصویرونه د اصلي مضمون له رعایته او بافته پرته تکراروي.

خیال د هغو انځورونو یا تصویرونو ټولګه یا مجموعه ده چې زموږ په ذهن او حافظه کې ثبت دي ؛ لکه هماغه د ګلاب بېلګه . تخییل بیا تر خیاله خورا قوي دی؛ ځکه داسې انځورونه او ایماژونه رامینځته کوي چې د خیال وس ورته نه رسېد. یعنې مانا او انځور خو لا پخوا په حافظه کې وو , یوازې د دې دواړو له امتزاجه یوه بله مانا یا انځور جوړوي چې تر دې مخکې نه و.

پر همدې بنسټ د ځینو ادبي تخلیقي اثارو ارزښت او خوند تر ځینو نورو ډېر وي ؛ ځکه چې د ځینو ادب پنځګرو د تخییل لمن پراخه او اوچت تخییل لري. چې تر دې دوو نړیو هاخوا انسان یوې نا اشنا خو مقبولې نړۍ ته بیایي. هلته موږ له نویو څېرو, نویو ځایونو او نویو ماناوو سره اشنا کوي, چې هم خوند پکې خورا زیات وي او هم رنګ.

ادبي ژانرونه هم ټول د همدې خیال او تخییل په خدمت کې دي. او د همدغو الفاظو په مرسته خیالي او تخییلي نړۍ په ځانګړي چوکاټ کې راایساروي.

همدا خیال او تخییل دی چې روایت له  کیسې , ناول… څخه بېلوي. په ادبي ژانر کې پېښې په وچه او بې خونده ژبه نه انځورېږي بلکه هماغه پېښه د تخییل او ابتکار په مرسته انځوروي. که د یوې کیسې لپاره چاپېریال هم برابرېږي د تخییل او خیال په مټ برابرېدی شي او دا نامحسوسه نړۍ داسې وانځورول شي چې هم محسوس شي او هم یې انتزاعيتوب خوندي وي ؛ ځکه چې خیال دی چې د یوې ادبي پنځونې ماهیت او څرنګوالی ټاکي. خیال انتزاعي دی او مادي شتون نه لري. او هغه څه چې موږ یې وینو زموږ په ذهن کې تداعي کوي چې د عقل په اداره کې او د منلو وړ وي.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.