مارچ 3, 2021

پر انسان د خدای پیرزوینه؛ دې لیکنه کې یې ولولئ

د مینې او جمال خالق انسان ښکلی پیدا کړی دی. د جمال خالق چې د انسان له پاره هر قالب غوره کړی هغه د بنیادم په خیر او ورته مناسب دی. که انسان د نارینه په قالب پیدا شوی، په نارینتوب کې ښه دی. که بیا کوم انسان ښځه پیدا شوې، د هغې له پاره همدا مناسب قالب دی. د نارینه او ښځې دواړو له پاره داسې خویونه او عادتو شته چې ځینې یې له ښځې او ځینې یې له نارینه سره ښه ایسي. که هر انسان ( ښځه، نارینه) دې ته پام وکړي، خپل جوهر او ښایست به یې هم ساتلی وي، او د ټولنو له پاره به هم په خیر وي.
اوس په نړۍ کې یوه بدمرغي داده چې ځینې نارینه ته خپل نارینتوب بد ایسي. دوی ځانونه د ښځو په رنګ رنګوي. همدا رنګه ځینو ښځو ته خپله ښځوالي ښه نه ایسي، هغه ده چې د نارینه وو، تقلید کوي. اوس چې د انترنېټ زمانه ده، ځینې نورې ستونزې هم را پیدا شوې دي. ډېره لویه ستونزه داده چې یو شمېر نارینه په انترنېټ( فیسبوک) او نورو انترنېټي برخو کې د ښځواونجونو په نوم ادرسونه جوړوي.ځینې یې خاص مقصدونه لري. له ساد او کم عقلونارینه وو پیسې، کریدت کارت او نور شیان تر لاسه کوي. ځینې بیا هسې عقدې لري او غواړي چې ځینې نارینه و شرموي. یا یې د خپلو مقصدونو له پاره استعمال کړي.
ځينې داسې کسان بیا اخلاقي نیمګړتیاوې او عقدې لري. په دې ډول خپلې عقدې او نیمګړتیاوې پوره کوي. داسې ډول عمل چې هر څوک کوي، تر ټول لوی زیان ځان ته رسوي. هغه ځکه چې دی خو پوهېږي چې زه نجلۍ یا ښځه نه یم خو هسې مقابل طرف ته بازي ورکوم. په دې سره نوموړی د نجلۍ په لباس کې نارینه په دروغو او دوکه معتاد کیږي. دا درواغ ورو ورو دومره ډیریږي چې کیدای شي د ده د تباهۍ سبب شي. مقابل طرف نارینه چې د بل نارینه (خیالي نجلۍ) په درواغو او نیرنګي خبرو تېروتی، هغه هم لوی زیان کوي.
زیان یې دادی چې له علم، پوهې، او نورو ګټورو کارونواوکسبونو ووخي. بله بده خبره داده چې یو ډول بې باوره کیږي. پر هره ښځه اونجلۍ شک کوي چې ګوندې دا به هم داسې وي لکه له ده سره چې په فیسبوکي چټ او یا نورو انترنېټي وسایلو کې مخ ده. همداسې ځینې نجونې او ښځې هم د خپلو مقصدونو، عقدو او ازار له پاره ځانونه نارینه معرفي کړي. دوی هم همدا تاوان کوي چې د نجلۍ په نوم نارینه شخص یې کوي. ښه داده چې انسان په هېڅ بڼه د بل د تیر ایستو هڅه و نه کړي.
او انسان باید بې باوره او دومره په خیالي هوا کې هم نه وي چې د ژوند ،کار  او پوهې عملي ډګرونه ترې پاتې شي. انسان باید چې څنګه وي هغسې و اوسي، او چې وي هغسې ځان و ښي. که په انساني ژوند کې د باور فضاء جوړه شي، ژوند به ښکلی او یو پر بل به باور پوخ شي.