کلتور او هنر

ستونزې یوازې نارینه نه، بلکې ښځې هم شعر ته لیکلو ته مجبوروي

لیکنه: الما افغان

شاعرې که د یو شاعر یا شاعرې ځانګړی استعداد او الهام ګڼل کیږي، خو دغه استعداد ته د پرمختګ پرځای ځینې انجونې قبر کیندې او خښوې يې.

آسماء نومې ۲۴ کلنه شاعره خپله شاعري کوم طبعي هنر نه بلکې د ژوند یوه بده خاطره بولي.

داچې ولې، هغه خپله کیسه داسې کوي:

«د ښوونځې د اووم ټولګي زده کوونکې وم، یوه ورځ مې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ، د غونډې بینر باندې د ننګرهار ولایت د تاوتریخوالې د ښکار شوې میرمن تصویر او د ګډونوالو تاوده بحثونه روان وو، میرمن د کورني تاوتریخوالې ښکار شوې وه، خسرګنۍ يې په تودو سیخانو لکه د کباب سوزولې وه او هم يې ترې په ژوندوني ویښتان او نوکان ویستلې وو.»

اسما زیاتوي؛ د نوموړې میرمن د ناخوالو په اړه پوهیدو زیاته اندیښمنه ،خفه او وژړوله او همدې پیښې د شاعر کیدو انګیزه ور پیدا کړه او شاعره یې کړه.

هغه وايي؛

«زما شاعري د میرمنو په ناخوالو، تاوتریخوالو او حقونو څرخیده، والدینو تشویق کړم، خو ورور مې زما شاعري ویاړ نه بلکې؛ عار وګڼه او زه يې سخته ورټلم، ورور مې یو ورځ زما د شعرونو کتابچه په نوکانو توږلې وه او پدې ډول يې زما شعرونه شکولې ول.»

د اسما په وینا؛ ورور مې دلیل دا ګڼه چې ګواګي زه دې مجازې مئینه اوسم هغه مینه چې زموږ ټولنه يې ډیره بده مني او تر ډیره په شاعر همدا یو شک کیږي چې دا به چیرته عاشق وي حال دا چې مینه یواځې د هلک او انجلۍ ترمنځ محدوده نده بلکې یو څوک کیدای شې د نورو اړخونو څخه د ځوریدو په وجه شاعر شي.

آسماء وايي، شاعري یې پریښوده، د ټولنې د وګړو او د ورونو سره مبارزه یې د وس خبره نه وه، خو پوهیږي چې حالاتو ته تسلیمیدل د ستونزې حل لاره نه وي.

میرمنه د میرمنې په درد، احساساتو، غوښتنو او ستونزو ډیره ښه پوهیږي، یوه شاعره ډیر ښه کولای شي چې د یوې میرمنې د زړه اواز تر نورو د شعر او قلم په ژبه ورسوي او هڅه باید وشي چې انجونې په دغه برخه کې وهڅول شي څو د شعر په بڼه د میرمنو آواز پورته کړي.

کورني محدودیتونه، ټولنیزې ستونزې، د ښځینه شاعرانو ناسم تشویق هغه ستونزې دي چې هیله نومې شاعره ترې سرټکوي:

«ماته زما د شاعرۍ یوه بده خاطره داده چې کله زه په مشاعرو کې ګډون کوم هماغه ورونه چې موږ هڅوي پسې شا مو د پرمختګ مخه نیسي.»

یادونه:
ښځینه شاعرانې پوره ملاتړ، تشویق او اصلاح ته اړتیا لري، څو په دغه برخه کې د میرمنو غږ په سم ډول منعکس کړي.

ډیر ناوړه دودونه دي چې ښځې یې کولی شي په ښه ډول منعکس کړي او بلاخره د ټولنې د وګړو تر غوږونو حل لپاره ورسوي.

بله مهمه خبره دا چې یو شمیر خلک دې داسې نه کوي چې مخامخ ښځې ستايي، خو په عیاب کې پسې زر قسمه خبرې کوي او مخه یې نیسي، هیله ده داسې ونه شي او په واقعي ډول سره ورته زمینه برابره او ملاتړ یې وشي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده