ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

مېړونه له مېرمنو او مېرمني له مېړونو څه غواړي؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

په ګډ ژوند کي نارینه له خپلو ماینوګانو او ماینې ګاني له خپلو مېړونو څخه متقابلي غوښتني لري چي متاسفانه باید ووایم زموږ په ټولنه کي له دغو غوښتنو ځني صرفنظر کېږي. په نننۍ لیکنه کي لومړی له ښځو څخه د نارینه وو غوښتني ذکر کوو او ورپسې له نارینه وو ځني د ښځو غوښتنو ته اشاره کوو.

نارينه له خپلو ماینوګانو چشي غواړي؟

  • غواړم پوهه سې چي هر مېړه همېشني احترام او

درنښت ته اړتیا لري. سره له دې چي کولای سې په خپل کارځای کي هم یوه اندازه ستاینه او توصیف حاصل کړي؛ خو تر ډېره پوري له خپلي ماینې څخه د ستایني، احترام او درنښت غوښتونکی وي.

  • غواړم دا درک کړې چي ستا وخت بندي زما له وخت

بندۍ سره کېدای سي فرق ولري. کله چي فکر کوې اوس د کوم کار کولو وخت دئ، باید دا تمه و نه لرې چي زه دې (دي ئې) هم په همغه شېبه کي د اجراء کولو چمتووالی ولرم.

  • غواړم کله چي زه په خپل مبایل اخته کېږم او په

خورا شوق سره د فوټبال ګېم کوم، زما دغه حق ته احترام وکړې. د کثافاتو کچره دانۍ وروسته هم انتقالولای سم، ستا پوښتنو ته بل وخت هم جواب درکولای سم، بل هر کار هم په کوم بل فرصت کي اجراء کولای سم.

  • غواړم همېشه ئې په یاد ولرې چي زما و ستا ترمنځ

بحث کېدونکي مسائل تر ډېره محرم دي او ته ئې باید نورو ته مطرح نه کړې؛ که هر څوندي کم اهمیته موضوع هم درته ښکارېږي.

  • غواړم خبرو ته مي غوږ ونیسې؛ حتی که ستا په فکر

ستړي کوونکي وي. خو زما له پاره ستړي کوونکي نه دي او د ویلو له پاره ئې تا ته دلیل لرم.

  • غواړم د خوب ترمخه د مالي مسائلو او حسابونو په

اړه زما سره خبري و نه کړې، ځکه چي خوب مي خرابوي. لطفاً یاد موضوعات کوم بل وخت مطرح که. زه د شپې آرام او له مزحمته خلاص خوب ته اړتیا لرم.

ښځي له خپلو مېړونو د چشي تمه لري؟

  • هرکله چي غواړم د نن خرابي ورځي په اړه چي تېره

کړې مي ده – ستا سره خبري وکړم:” لطفاً یوازي غوږ ونیسه “، نصیحت او سپارښتني مه راته کوه. یوازي راته غوږ ونیسه او په غېږه کي مي ونیسه او راته ووايه:” مینه درسره لرم! “.

  • غواړم پوه سې چي واده، د دوو کسانو د اړیکي سره

نژدې کېدل دي؛ نو ولي زما همېشه ستا د زېږېدو ورځ په یاد وي او ته زما زېږېدکلیزه هېروې. کوښښ وکه چي همېشه دي زما د زېږېدو ورځ په یاد وي؛ دغه یاني زه درته اهمیت لرم.

  • غواړمه پوه سې کله چي زما سره خبري کوې، او ما

ته نه ګورې یا دي په تلوېزیون کي سترګي ښخي کړي وي، ځان یوازي احساسوم. ما ته وګوره، سترګي دي نیغي زما له سترګو سره وجنګوه. ما ته کتل به دوندي مهم نه وي، مهم ستا سره په اړیکه کي پاته کېدل او ستا توجو را اړول دي.

  • غواړمه کله چي په هنداره کي ځان ګورم او د مخ له

لکو یا پزي له غټوالي څخه ګیله کوم، د جراحۍ دا مه را ته وایه؛ زه یوازي اړتیا لرم چي راته ووايې:” ګراني، ستا ښایسته صورت مي خوښېږي! “.

  • غواړمه چي کورنۍ ته دي لا زیاته پاملرنه ولرې.

کله چي همېشه اخبار لولې یا کتاب مطالعه کوې، داسي احساسوم چي نوره درته عادي سوې یمه او له اولادونو څخه مراقبت او ساتنه او د کور کارونه را باندي درانه سوي دي.

  • غواړم کله چي زما یا له اولادونو څخه ناراحته یا

پازاب یې، تر څنګ مي کښېنې او راته ووایې چي چشي ستا د ناراحتۍ سبب سوي دي. خپل هیجانات او خپلي ناراحتۍ مه پټوه او په زړه کې مه ساته. زما سره د مشکلاتو د حل په باره کي وږغېږه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي