که غواړئ، چې خاوند مو درسره خیانت ونه کړئ، نو دا لس کارونه وکړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ډېری نارینه و د خیانت کولو دلیل دا نه دی، چې له تاسو سره مینه نه لري، تر ډېره اصلي دلیل یې دا دی، چې هغوی په خپل جنسي ژوند کې ډېره تنوع غواړي. ستاسو د خاوند خوښېږي، داسې احساس وکړي، چې ستاسو د ژوند لومړی لومړیتوب دی او که دا احساس ونه لري، نو په بشپړه توګه به یې په بل ځای کې ولټوي.
البته ډېری وخت جوړې رښتینې او واقعي ستونزې نه لري، له یو بل سره مینه لري او یو بل ته ارزښت ورکوي، خو ستونزه په دې کې ده، چې له هغوی څخه هر یو یې، د مینې په ښکارولو کې، خپله ځانګړې ژبه لري.
په هر حال نارینه اړتیا لري، چې هغوی ته درنښت او ترې مننه وشي او د نارینه هم اصلاً دا نه خوښېږي، چې په یوه نه یوه بڼه د خپل ژوند د شریک د ناهیلۍ او خپګان سبب شي. د نارینه و خوښېږي، چې د خپلې مېرمنې اتل واوسي.
د دې لیکنې په دوام، د هغو مېرمنو لپاره، چې پوښتنه کوي، څه وکړم، چې خاوند مې خیانت ونه کړي، په لس تګلارو باندې رڼا اچوو. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ جنسي اړیکه
جنسي اړیکه ستاسو د ژوند شریک ته وایي، چې له هغه سره مینه لرئ. که غواړئ په فزیکي بڼه د خپل ژوند له شریک سره مینه څرګنده کړئ، نو جنسي اړیکه تر ټولو غوره لاره ده.
۲ ـــ نوي څیزونه وازمایئ
یوازې جنسي اړیکه ښه ده، خو د دې لپاره، چې وکولای شئ، خپل خاوند لېواله وساتئ، هڅه وکړئ، چې پرانیستی ذهن ولرئ او د نویو څیزونو له ازمویلو څخه مه وېرېږئ، که تاسو دا کار ونه کړئ، نو ډاډه اوسئ، چې یو بل کس یې ترسره کوي.
۳ ـــ له بریده زیات جوړښت مه کوئ
کله وخت د ښځې او مېړه د اړیکې ترمنځ، مېرمنې له بریده زیات جوړښت کوي. نارینه له هغه چا څخه، چې غواړي، له ده سره ګډ ژوند تشکیل کړي، د هغو افرادو په پرتله توپیري تصویر لري، کوم چې ورسره لنډ مهالې اړیکه جوړوي. ډېری وخت مېرمنې دومره هڅه کوي، چې په هغه څه باندې بدلېږي، چې خاوند یې غواړي، چې په عملي توګه خپل واقعي ځان ورک کوي. په اړیکه کې تل هڅه وکړئ، چې په خپله واوسئ.
۴ ـــ هڅه مه کوئ، چې هرڅه کنټرول کړئ  
ډېری وخت کله چې یوې اړیکې ته داخلېږئ، هڅه کوئ، چې مقابل لوری داسې کنټرول کړئ، چې هرڅه هغه ډول شي، کوم چې خپله یې غواړئ.
په پایله کې دا افراد پټکې کول پیلوي، خپل مقابل لوری ګرم ګڼي، ګواښي یې، نیوکې پرې کوي او یا د خپل ژوند د شریک د کنټرولو لپاره هغه ته بډې یا مکافات ورکوي.
۵ ـــ ډاډه اوسئ، پوهېږي چې څومره د هغه منندوی یاست
کله چې یوه ښځینه او یو نارینه له یو بل سره آشنا کېږي او پایله کې له یو بل سره واده کوي، په ناخبره توګه هغوی ته د خوندیتوب یو کاذب احساس پیدا کېږي او فکر کوي، چې هرڅه پای ته رسېدلي دي، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې اړیکې په بشپړه توګه اختیاري دي او هرڅوک، چې په هر وخت کې وغواړي، اړیکې ته د پای ټکی ایښودلی شي.
نن د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د طلاق شمېره لوړېږي او همدا موضوع د دې ښکارندویي کوي، چې د واده ساتنه، له یوازې واده کولو څخه ډېر مهم کار دی. فکر مه کوئ، دا چې خاوند مو پیدا کړ، هرڅه پای ته رسېږي، په بشپړه توګه برعکس، د هر څه نوی پیل دی.
۶ ـــ پرېږدئ، چې لږ یوازې واوسي
د ځینې نارینه و د خیانت دلیل دا دی، چې داسې احساس کوي، د خپلې اړیکې په بند کې اسیر شوي دي او نه شي کولای، چې حتا ساه وباسي. د همدې لپاره، د یوې بلې پټې اړیکې او خیانت کولو سره، د کومې آزادۍ احساس ته، چې اړتیا لري، ترلاسه کوي یې.
له دې امله اجازه ورکړئ، چې خاوند مو یو څه وخت یوازې واوسي ( له تاسو پرته) هڅه مه کوئ، چې د خپل خاوند په ټولو شېبو کې حضور ولرئ، پرېږدئ چې له خپلو دوستانو سره بهر لاړ شي، کومې تفریح ګانې یې چې خوښېږي، وې کړي، ترڅو داسې احساس ونه کړي، چې خپله آزادي یې له لاسه ورکړې ده.
۷ ـــ خپل احساسات وپېژنئ
ښځې د خپلو موخو د رسولو لپاره، له خپلو احساساتو څخه په ګټه اخیستنه کې استادانې دي، پرته له دې، چې حتا یوه خبره هم وکړي. مېرمنې په ډېرې آسانۍ او په هغې بڼې سره، چې یوازې خاوند یې متوجه شي، کولای شي، د خپلې غوسې، غم او یا ناهیلۍ احساس څرګند کړي.
ډېری وخت پرځای د دې، چې نارینه له دې نښو نښانو څخه ګټه واخلي او بدلونونه رامنځته کړي، چې د مېرمنې ستونزه یې حل شي، په بل چا پسې ځي په هماغه ډول چې دي، وې غواړي او وې مني.
۸ ـــ اړیکه مو باید ستاسو لومړی لومړیتوب وي
ډېری وخت یو نارینه په دې دلیل خیانت کوي، چې احساس کوي، مېرمن یې هم د خیانت کولو په حال کې ده، البته نه جنسي خیانت. په دې ځای کې له خیانت څخه موخه داده، چې تاسو د واده او د ګډ ژوند د اړیکې پرځای، بل څه غوره وګڼئ. دا بل څیز ښایي ستاسو دنده، ماشومان مو، د کورنۍ یو له غړو او داسې نور… وي. واده مو باید ستاسو لومړی لومړیتوب وي، ځکه چې دا یوازینی څیز دی، چې د عمر تر پایه پاتې کېږي، نور هرڅه به د وخت په تېرېدو سره له منځه لاړ شي.
۹ ـــ د هغه د مینې په ژبه باندې ځان پوه کړئ
که د ګري چاپمن ( د مینې ۵ ژبې ) تر عنوان لاندې کتاب سره آشنا نه یاست، نو سپارښتنه کوم، چې هغه ولولئ، په جرات سره ویلی شم، چې دې کتاب ډېرې زیاتې جوړې ژغورلې دي.
د دې کتاب په لوستلو سره به دې ته متوجه شئ، چې خاوند مو په کومه ژبه خپله مینه څرګندوي او تاسو هم کولای شئ، له هماغې ژبې څخه په ګټه اخیستنې، هغه ته ووایئ، چې ورسره مینه لرئ او ډاډه اوسئ، که دا کار ترسره کړئ، نو هېڅکله به درسره خیانت ونه کړي.
۱۰ ـــ د هغه د اړیکو بېلګه پیدا کړئ
په ټولیزه توګه ځینې نارینه واده او اوږد مهالې اړیکې ته ژمن نه پاتې کېږي. دا ډول افراد فکر کوي، چې باید هر څومره کسانو سره، چې کولای شي په اړیکه کې واوسي او په ناخبره توګه تل داسې وایي، ( هرڅومره، چې ډېر وي، نو غوره وي )، له دې امله هڅه وکړئ د پېژند ګلوي او آشنایۍ په لومړیو شېبو کې، د هغو افرادو په اړه په پوښتنه کولو سره، چې مخکې ورسره په اړیکه کې و، دا ډول افراد وپېژنئ.




وروستي مطالب