اپریل 18, 2021

د ارواپوهنې له نظره د ښځې او نارینه ترمنځ توپیرونه؛ نارینه نوښتګر خو ښځې مهم معلومات راتلونکي نسل ته لېږدوي

ژباړه

داسې ډېر توپیرونه د نارینه او ښځو ترمنځ شتون لري چې ځینې یې دلته وایو.

ـ نه یوازې د ښځو او نارینه‌وو د مغز جوړښت توپیر کوي، بلکې دوی په متفاوت ډول خپل له مغز څخه ګټه اخلي. د ښځې په راسته او چپه نیمه کره کې ډېرې اړیکې شتون لري چې هغوی ته دا ځواک ورکوي ترڅو نسبت نارینه‌وو ته ښې خبرې وکړي. خو له بلې خوا په نارینه‌وو کې لږې اړیکې د مغز په نیمه کره کې شتون لري، چې هغوی ته دا ځواک ورکړي ترڅو ښه استدلال وکړي او ښه د لیدلو هوښ ولري.

ـ داسې د نارینه او ښځې ډېری عادتونه موږ کولای شو په چلند کې توضیح کړو. د دې سربېره چې د ژوند شرایط بدل شوي خو بیا هم ښځې او نارینه تمایل لري چې د بیولوژیکي خپرونو څخه ملاتړ وکړي.

نارینه د دې ځواک لري چې د خپل مسیر خپل ذهن کې ولري، په داسې حال چې ښځې د ښه چاپېریال لپاره ښه لیدلوری لري یانې پوهېږي چې د خپل کور شاوخواته خطرونو پېژندګلوي څنګه وکړي.

ـ د نارینه‌وو تېز غږونه، ټینګ لاس ورکول او سور رنګ خوښېږي. نارینه فني مسائل ښه حلوي، ښځې تېز غږ لري، د خبرو پر وخت ډېر لغتونه کاروي او د کارونو په ترسره کولو کې د نارینه‌وو څخه ښه دي.

ـ نارینه موقعیتونه او ځایونه په ټوله کې ښه درک کوي، خو ښځې جزئیاتو ته ډېر فکر کوي.

ـ نارینه جوړونکی او نوښتګر وي. دوی خطر منونکې دي او نويو تجربو پسې دي، خو ښځې ترټولو با ارزښته معلومات اخلي او نوي نسل ته یې لېږدوي.

ـ نارینه په فکر او عملونو کې مستقل وي په داسې حال چې ښځې خوښوي د نورو له عقایدو څخه ملاتړ وکړي.

ـ ښځې په خپلو کارونو ډېره نیوکه کوي له خپل کارونو څخه راضي نه وي، خو نارینه خپل کار یې ډېر خوښېږي او نیوکه نه کوي.

ـ نارینه او ښځې خپل ځانګړي معیارونه خپل په ژوند کې لري، نارینه خپل کار ته ډېر ارزښت ورکوي او ښځې خپل او اولادونو ته ارزښت ورکوي.

ـ نارینه‌وو ته تر هر څه خپلې موخې اړینې دي او غواړي عمل ورباندې وکړي، خو ښځې ته اړیکې ډېر ارزښت لري.

نارینه نسبت ښځو ته دوه برابره ناروغېږي، خو ښځې خپلې روغتیا ته ډېر اهمیت ورکوي.

ـ د عام تصور څخه برعکس نارینه ډېر خبرې کوي او ډېر د نورو وګړو خبرې قطع کوي.

ـ نارینه او ښځې دواره یو ډول د حسادت حس لري خو نارینه ښه کولای شي دا حس پټ کړي.