Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

له افغان کرکټ ستوري راشدخان سره د کرېک انفو نوې مرکه

راشدخان چې د افغان شل کلن لېګ برېک ګوګلي بالر دی او د نړۍ په کچه مشهور دی، نوموړی ډېری وخت د داخلي رسنیو سربېره باندنیو رسنیو سره هم مرکې کوي؛ هغه اوس د شنبې په ورځ د جولای په ۲۰ مه نېټه د کرکټ مشهورې وېب پاڼې کرېک انفو سره مرکه کړې ده، خان په دې مرکه کې په راتلونکو لوبو، ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام او ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام باندې غږېدلی دی.

د کرېک اېنفو رپوټر له راشدخان پوښتنه کوي، چې ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام او راروان شل اوریز جام ستاسو لپاره زرین چانس دی، تاسې له خپل کرکټ بورډ څه غواړئ، چې راتلونکو څلورو کلونوکې ښه راتګ وکړئ؟

افغان ګوګلي ماسټر راشدخان په ځواب کې ورته وایي، په رښتیا هم دا زمونږ لپاره ستره ننګونه ده، افغان لوبډله ښه ځوانان لري، افغان ځوان لوبغاړي ښې وړتیاوې لري، مونږ باید دوی چمتو کړو، لوبغاړي باید ثابته کړي او باید ښه لوبه وکړي.

نوموړی خپلې خبرې په دې ډول غځوي؛ مونږ باید دا زده کړو چې څنګه له سترو لوبډلو سره لوبه وکړو، زمونږ لپاره د سترو لوبډلو پر وړاندې د لوبغاړو چمتو کول مهم دي.

((مونږ به وښیو چې څومره ښه شوي یو، لوبډله مو د تېر نړیوال ۵۰ اوریز جام سره د پرتلې په درشل کې یو)).

Rashid-Khan-1-784x441.jpg

نوموړی د کرېک اېنفو خبریال ته وایي، تاسې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې زمونږ مبارزه ولیده او ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام زمونږ لپاره ډېر مهم دی؛ لوبډله د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام لپاره تیاروو، مونږ اوس دا ټارګېټ کړې، چې د شل اوریز جام لپاره چمتو والی ونیسو، شل اوریز جام ته مو تیاری پیل کړی دی.

راشد کاږي:

((انشاءالله ښې لاسته راوړنې به ولرو، مونږ ښه شل اوریزه لوبډله لرو، لوبډله به سخت کار وکړي او ورځ په ورځ به لوبډله خپل پرمختګ ثابت کړي، مونږبه په هغه څه فکر نه کوو، چې څه مو وکړل؛ بلکې زمونږ فکر او ټینګار به په راتلونکي وي)).

د خان په وېنا دوی له شل اوریز جام وروسته د پنځوس اوریز جام لپاره چمتو والی نیسي او له اوسه یې ورته تیاری نیولی دی.

افغان کرکټ ستوري له کرېک انفو وېب پاڼې سره دا مرکه په داسې حال کې کړې، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې هغه د افغان لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او د ده د ښې لوبډلمشرۍ پر وړاندې د بهرنیو لیګونو لوبول ستره ننګونه ده؛ که دی له لوبډلې سره ډېر پاتې شي؛ نو نړیوال سوداګریز لیګونه ترې پاتې کېږي او که لیګونه لوبوي؛ بیا نو لوبډله ترې پاتې کېږي.

ګورو چې د راشدخان لوبډلمشري د ملي لوبډلې لپاره څومره په درد دوا کېږي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی