سپورټ نړیوال کرکټ

راشدخان وایي، کله چې ډېرې ټېسټ لوبې وکړو؛ نو ښه به شو

د افغان لوبډلې اوسنی لوبډلمشر راشدخان وایي، کله چې زمونږ لوبډله ډېرې ټېسټ لوبې وکړي؛ نو بیا به په لوبه کې ښه شو.

دا څرګندونې راشدخان په داسې حال کې کړي، چې افغان لوبډلې د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه ټولې څلور ټېسټ لوبې کړي دي؛ چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

افغان لوبډلې د نومبر په ۲۷ مه نېټه له ویسټ انډیز سره یواځېنۍ ټېسټ لوبه په هندوستان کې پیل کړه، چې افغان لوبډله پکې ښه ونه ځلېده او ټول ۳۱ منډې هدف یې ویسټ انډیز ته ورکړی و، چې مقابلې لوبډلې په ۹ وېکټو وګټله.

خان ویلي افغانستان لا ډېرو ټېسټ لوبو ته اړتیا لري؛ چې ترسره یې کړي، ترڅو توپ وهونکي ښه شي.

د راشدخان په خبره کله چې لوبغاړي ډېرې ټېسټ لوبې وکړي، نو بیا به له اوږدو فارمټونو لوبو سره اشنا شي.

افغان لوبډله په ټېسټ لوبو کې نوې ورداخله شوې او لا ډېرو لوبو ته اړه ده، چې لا په دې برخه کې ځان ثابت کړي.

افغان لوبډله د رکیم کارنوال له خوا چې ۱۴۰ کېلوګرام وزن لري، تر تاثیر لاندې راغله.

هغه په دوو پاڼیو توپ اچونه کې د افغانستان ۱۰ وېکټې ولړزولې.

حمزه هوتک بیا په دوه پاڼیو توپ اچونه کې ۶ وېکټې واخېستې.

افغان لوبډله په ټېسټ لوبو کې لسم ځای خپل کړی دی او زِمبابوې یې وروسته کړې ده.

د راشدخان په وېنا:

« دا زمونږ لپاره د ټېسټ لوبو پیل دی، مونږ به لا زیاته مبارزه وکړو، مونږ په یو ورځنیو لوبو کې مبارزه کوو، افغان لوبډله اړتیا لري چې لومړۍ پاڼۍ ښه وکړي او مقابله لوبډله له لومړي سره تر فشار لاندې ونیسي.»

افغان لوبډله په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې د تجربو له کمښت سره مخ ده؛ دا لوبډله ځواکمنې رهبرۍ، روزونکو او پیاوړو توپ وهونکو ته اړتیا لري.

افغانستان په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳ لوبې سر په سر بایللي دي او تازه یې ویسټ انډیز ته سیریز درې د صفر پر وړاندې بایلود.

خو افغان کرکټ مینوال او شنونکي بیا افغان کرکټ بورډ اداره د سیاسي معاملو او د خپلولۍ پاللو ښکار بولي.

دوی د افغان کرکټ لوبډلې د ماتو دلیل همدا یادوي، چې افغان لوبډله کې لاسوهنې زیاتې دي او غوراوی په دقیق ډول نه کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی