ټولنیز ژوند ژوند بڼه طبیعت کلتور او هنر

د انسان پر پیدايښت تفکر

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

دا د ټول بشریت او د ژوندون د هرې دورې د انسانانو پوښتنه ده او د هغوی ذهن یې مصروف کړی. په خپل ذات کې له ټولو خطرناکه پوښتنه ده چې د انسان ذات ته متوجه کېږي، ځکه چې ټول اردات، افکار، او د انسان سلوک تر هغه څه پورې اړوندېږي چې طبیعتاً هغې لارې ته سوق وي.

څرنګه چې خدای (ج) فرمایلي:

ما انسانان او پېریان دواړه د بنده‌ګۍ لپاره پیدا کړي دي.

ځکه زموږ د خلقت موخه د خدای تعالی عبادت دی، نو عبادت د انسان د خلق (غایت) نهایت ده، نه د هغه علت لکه ځینې کسان چې دا تېروتنه کوي.

ځینې بیا دا پوښتنه مطرح کوي، چې آیا خدای تعالی غني او بې نیازه نه دی؟ ولې یې موږ ته د خپل عبادت امر کړی؟

په ځواب کې یې داسې ویلای شو: دا چې وایو زموږ د خلقت موخه د خدای (ج) عبادت او بنده‌ګي ده، په دې معنا نه چې رب زموږ عبادت ته اړتیا لري، بلکې زموږ د احتیاج او ضعف ښکارندويي کوي.

ایا موږ واقعاً عبادت ته اړتیا لرو؟

ډېری دانشمندان په دې عقیده دي چې تعبد او تدیُن د انسان بنسټیز صفت او ځانګړنه ده، چې مورخینُ هم دې خبرې ته اشاره کړې. له دې جملې څخه د یونان د نامتو مورخ پلوتارک خبره ده چې وایي:

په تاریخ کې مې داسې سیمه وموندله چې ښوونځی ونه لري، ښارونه مې وموندل چې د امنیت لپاره یې څه نه درلودل، همدارنګه داسې ښارونه هم ول چې د خلکو د درملنې لپاره روغتون ونه لري، خو هېڅکله مې په تاریخ کې داسې سیمه او ښار ونه لیدل چې عبادتځای ونه لري.

دا خبره یوازې په پخوانیو اُمتونو پورې اړه نه لري، بلکې اوس په طبابت کې د عصابو برخه کې یوه داسې څانګه موجوده ده چې نیوروتیولوژي نومېږي، چې د هغې په مرسته د اعصابو د آرامش اړیکه له تعبد سره موندلی شو.

ډېر عالمان دېته اړ شول چې د عبادت په مسوول ژن پسې راووځي،او دې یقین ته ورسېږي چې تعبد او عبادت په انسان کې بنسټیز دي او ډېره عمیقه او اصیله ریښه لري.

په پای کې داسې ویلای شو، دا خپله انسان دی چې د خدای تعالی عبادت ته ډېره اړتیا لري او انساني فطرت او یو ډول غریزه ده.

په پای کې دا وایم چې دا د یوه مطلب د ډېرې کمې برخې ژباړه ده، ټول او پوره مسایل او خبرې په دې لیکنه کې نه دي نغښتي، نو کولای شئ پوره او مفصله شرح له دیني منابعو څخه ترلاسه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ