افغانستان سرسکالو سوله سیاست

خلیلزاد: افغانستان لپاره یوه بې سارې شیبه ده، باید استفاده ترې وشي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د افغانستان لپاره یوه غوره شیبه ده او باید ګټه ترې واخیستل شي.

نوموړي دا خبرې د امنیت شورا د وروستۍ اعلامیې هرکلي په پار کړي دي.

خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

«د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي» ټینګار شوی.»

هغه دا اعلامیه مهمه بللې. نوموړي زیاته کړې:

«د امنیت شورا اعلامیه د هغې لارې ملاتړ کوي چې خواوې اوس ورباندې دي، یعني د یو داسې سیاسي جوړجاړي موندل چې ټول افغانان پکښې وي او سیمه او نړیواله ټولنه یې په عمل او روحیه کې ملاتړي وي.»

زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر وړاندې ویلي چې اوس یو بې ساره فرصت دی او باید افغانان ترې ګټه واخلي:

« د افغانستان لپاره دا یوه بې سارې شیبه ده. نه یوازې افغان خواوې مستقیماً پخپلو کې خبرې کوي،‌ بلکې هماغسې چې د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي، د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته. دغه بې ساري فرصت نه باید ګټه واخیستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب ډلې ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرو پرانیسته شوې ده.

دواړو خواوو ویلي چې د مذاکراتو پر لومړنیو تیاریو سره موافق شوي او یو څو موارد پاتې دي چې کار پرې کیږي.

د افغانستان د حکومت چارواکو په ځلونو ویلي چې د خبرو د پيل برخه به یې د اوربند په اړه غږیدل وي. دا هغه خبره ده چې نړۍ او په خپله افغان ملت یې په ځلونو غوښتنه کړې او اوربند یې د خبرو د بریالي کیدو لپاره مهم شرط بللی دی.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ