مارچ 4, 2021

خیالي وزرې

لیکنه: نسیمه محمدي
خپلو وزرو ته مې په ځیر ځیر وکتل، هوا ته د پورته کېدلو هڅه مې وکړه، ورو ورو پورته کېدم. ما د خپلې ځوانۍ له دورې او د زرینو وزرو پوره خوند اخیست. ورېځې مې کش او سترګې مې د ځمکې په لور کږې کړې.
زما او د ځمکې په منځ کې به د شل- پنځه ویشت مترو په اندازه واټن وو. ټول خلک د کورونو څخه د راوتلو په حال کې وو او حیران حیران یې راکتل، د شپې تیارې هر څه زما له سترګو ورو ورو پناه کول. سترګې مې د ځمکې له لوري څخه د آسمان په لور واړولې.
د آسمان لمن له ګڼو ستورو ډکه وه، خو د سپوږمۍ شتون آسمان ته جلا او بې څارې ښکلا وربښلې وه. د ځینو ستورو ځلا نسبت نورو ته زیاته وه. د ټولو نظرزما په لوري وو او بېواره سترګګونه  یې وهل، چې د دوی دې کار زه ځانته مغروره او تر نورو مې ځان لوړ احساساوه.
ناڅاپه مې ولیدل، چې سپوږمۍ او ستورو لاسونه پیدا او زما په لور یې راوغځول. هر یو دا هڅه کوله، چې ما په خپلو منګلو کې ونیسي. چې د دې سیالۍ ګټونکې شي. د دوی له منځه د سپوږمۍ لاسونه تر نورو اوږده او تر ما راورسېدل. زه یې پخپلو منګلو کې ونیولم، خو دسپوږمۍ تودوخه دومره زیاته وه، چې زما وزرې یې وسېځلې او ځلا  یې دومره تیزه وه، چې سترګې  یې راوبرېښولې. د وزرو په سوځېدلو مې خپل ځواک له لاسه ورکړ او سوږمۍ ناځوانې هم له لاسونو وغورځولم.
هر څو مې کړیکې ووهلې او د مرستې غوښتنه مې کړه، خو هغه سپوږمۍ او ستورو چې شېبه وړاندې یې زما په سر یو له بل سره مقابله کوله، اوس یوازې رډې رډې راکتل او د ژغورنې لپاره یو هم، نه را وړاندې کېدل. زه همداسې له آسمان څخه د رالوېدو په حال کې وم، خو مخکې له دې چې په ځمکه ولوېږم له خوبه نېغه په خپل ځای کېناستم!
آه مطلبي دنیا آه…

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب