سپورټ وزش او تمرین

حبیب ځوانمردانه ولوبېد؛ سرسخت سیال مک‌ګرګور یې هم ستاینه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ازادي مبارزې نامتو ایرلینډی لوبغاړی کانر مک‌ګرګور، چې د حبیب نورمحمدوف سرسخته سیال وو، په خپل تازه ټویټ کې یې حبیب ته په خطاب کې ویلې، چې ستا لوبیز سفر ډېر ښه وو.

مک‌ګرګور په یاد ټویټ کې ویلې، چې حبیبه کار دي ډېر په زړه‌پوري وو، اما زه غواړم لوبو ته ادامه ورکړم.

تر دې خبرې وروسته مک‌ګرګور حبیب ته د پلار د مړیني تسلیت هم ویلی.

حبیب نورمحمدوف او کانر مک‌ګرکور

په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د اتلولۍ په موخه روسی مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدف او ایرلینډی لوبغاړی کانر مک‌ګرګور دوه کلونه مخکې په یوې جالیبې لوبې کې سره مخامخ شول، چې پکې حبیب بریا خپله کړه، چې دا لوبه په میلیونونو کسانو وکتله.

تر یادې بریا وروسته حبیب ډېر مشهوره او وستایل شو.

حبیب نورمحمدوف

په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د ازادي مبارزې نړیوال اتل حبیب نورمحمدوف وړمه شپه د امریکايي سیال جاستین ګیجي په وړاندې ولوبېد، چې د لوبې په دویم پړاو کې یې خپل سیال ته ماته ورکړه.

دا لوبه په ابوظبۍ کې ترسره شوه.

تر بریا وروسته په خپل وزن کې د نړۍ اتل مسلمان روسی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په سجده پرېوت او په چیغو چیغو یې وژړل.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې په خپل ژوند کې له پلاره پرته یې لومړنۍ بریا وه.

د حبیب پلار څه موده وړاندې د کورونا ویروس له امله ومړ. پلار یې د هغه روزونکی او مشوره ورکونکی وو.

د حبیب نورمحمدوف پرونۍ لوبه ۲۹مه لوبه وه، چې پکې په ټولو لوبو کې یې بریا خپله کړه.

هغه تر یادې لوبې وروسته له ازادو سیالیو سره د مخې ښې اعلان وکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ