ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د مېرمنو ډېرې خبرې کول، علمي لامل لري

ژباړه: نسیمه محمدي

ډېرې خبرې کول معمولا د ښځینه وو تر منځ رواج لري، مګر رشتیا هم ښځينه ولې ډېرې خبرې کوي؟ پرېږدئ په خپله وپوښتو آیا د ژامو ستړي کېدل د مغز له کړنې سره تړاو لري؟

په مېرمنو کې ډېرې خبرې کول د هغوی د مغزي فعالیت او رواني حالتونو او همدارنګه خُلق او خوی پورې ډېر تړلي دي؛ نو که تاسې هم په کور کې مېرمن یا لور لرئ چې ډېرې غږېږي، غوره ده په هغوی د بړچ وهلو او تېښتې پر ځای هغوی درک کړئ او د هغوی د دې رویې لامل له ريښې وپېژنئ.

له پخوا څخه ښځينه په ډ‎ېرو خبرو کولو پړې دي مګر دا چې دا مسئله څومره د دوی سره صدق کوي، د ارواح پوهنې او علمي اړخه څېړل شوې او مهمې پایلې یې تر لاسه شوي.

د ښځینه وو په ذهن کې څه ګرځي؟

څېړونکي په دې باور دي: د مغز هغه برخه، چې د خبرو کولو لپاره کارول کېږي. د نارینه وو په پرتله ۲۰ تر ۳۰ سلنه لوی دی. شاید همدا موضوع یې لامل وي، چې ښځینه د شفاهي آزموینو په بلاغت کې، شفاهي حافظه او ځینو نورو ظریفو مهارتونو کې ښه عمل کوي مګر نن دا ثابته شوې د ښځینه کلامي وړتیاوې د هغوی د مغز د نیمې چپې کرې ډېر فعالیت دی او شاید یو دلیل چې ښځینه د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کوي، همدا وي.

همدارنګه هغه څېړنې چې د رادیوګرافۍ او mir  فن څخه په ګټې تر سره شوي، څرګنده شوه چې نارینه د ژبپېژندنې د مسائلو د حل لپاره یوازې د کېڼې کُرې څخه استفاده کوي، په داسې حال کې چې ښځینه د دواړو نیمو کُرو څخه ګټه اخلي؛ د دواړو نیمو کُرو څخه همهاله ګټه اخېستل د ښځینه وو مغز بریالی کوي، چې د خبرو کولو پر مهال د عاطفې مرکز ته هم لاسرسی پیدا کړي او په عاطفي اړیکو کې بریالۍ اوسي.

نو دا پایله تر لاسه کېږي د ښځینه وو ډېرې خبرې کول د پوهې پرمختګ او نورو فنونو ته په کتو عیب نه ګڼل کېږي، بلکه د مغز یو نا خود آګاه استعداد دی، چې په فردي او ټولنیزو اړیکو کې د هغوی د پرمختګ لامل ګرځي.

د ښځینه وو ډېرو خبرو کولو ګټې

کېدای شي ستاسې هم دې ته پام شوی وي، چې ولې ښځینه ډېرې خبرې کوي؟ آیا دا رفتار طبیعي دی یا هغوی د دې عمل سره غواړي قوي، عاطفي او ټولنیزې اړیکې ولېږدي؟ آیا ډېر غږېدل د ښځینه وو لپاره ګټې لري؟

د ټولنیزو اړیکو غښتلتیا

د مغز نیمه کُره د ښځینه وو سره مرسته کوي په خپلو اړیکو کې ټولنیزې اوسي؛ په حقیقت کې ښځینه لېوالتیا لري په یو ډول له نورو سره ګټورې اړیکې ټینګې کړي او خپله پاملرنه د ګټورو ډله ییزو حللارو، د مسائلو حل او فصل او غېر کلامي نښو لکه لحن، هیجان او همدردۍ ته واړوي؛ په داسې حال کې چې نارینه زیاتره خوښوي دنده پېژندونکي، لږ خبرې کوونکي او ګوشه نشین وي.

د هوساینې او همدردۍ احساس

ځینې وختونه یوه اوږده ټېلفوني مرکه د هغوی د روح تسکینوونکي وي او د استرس هورمون د ترشح کچه ټيټه کړي. ښځینه خوښوي ډېری وختونه په ډله کې برخه واخلي او د خبرو کولو سره زړه تش کړي. دا دقیقا د نارینه وو معکوس دی، چې ډېر انزوا طلبه وي او یواځېتوب خوښوي.

نو نارینه باید پوه شي ځینې وختونه د خپلو مېرمنو سره د اوږده بحث او شخړې وروسته هڅه وکړي د هغوی سره خبرې وکړي یا پرېږدئ تاسې سره خبرې وکړي تر څو یې زړونه تش شي. ډاډه اوسئ چې دا رواني تخلیه ستاسې د مېرمنې حالت ښه کوي؛ په حقیقت کې د دې کړنې سره تاسې دویم ځلي هوساینه هغې ته ډالۍ کوئ.

اعتماد په نفس پیاوړي کېدل

که مو د مېرمنې خیال آرام اوسي، چې په هر حال  او شرایطو کې حتی د یوې ټېلفوني اړیکې سره کولای شي خپلې د زړه خبرې تاسې ته ووایي، قطعاً د لوړ اعتماد په نفس سره مخ کېږي؛ ځکه خبرې کول د زیاتره مېرمنو لپاره رواني تکتیک دی او مشهوره خبره ده هر څه یې چې تنګ زړه غواړي پرېږدئ ویې وايي. دا چې د هغوی زړه او ذهن ومني یو کس یعنې هغوی ته تر ټولو نېژدې کس یې هر اړخیز ملاتړی دی او د زړه درد او خبرو ته یې غوږ نیسي، هغوی ته د ارزښت احساس ورکوي او د هغوی شخصیت مهم څرګندوي؛ نو له همدې امله یې د نفس عزت هم لوړېږي؛ نو پرېږدئ ښځینه خپلې د زړه خبرې ووایي، حتی که ستاسې ماغزه خوري هم.

سرچینه: delta

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.