مارچ 7, 2021

د خبرلوڅ ماشوم د کنټرولولو لارې

Advertisements

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
د ځينو کورنیو ځینې ماشومان داسې عادت لري چې کله پردی کس یا مېلمه وویني، د کور رازونه ورته راسپړي. د لویانو په غونډو او مجلسونو کې کېني، خبرو ته یې غوږ نیسي او د مور/ پلار خبره نه مني. په اصطلاح نصیحت کوم اغېز نه شي پرې کولی.
د داسې ماشوم د کنټرول په خاطر ځینې ټکو ته نغوته کوو:
۱- که ماشوم کومه بې ارزښته یا کم ارزښته خبره نورو ته کوله چندان پام مه ورته کوئ، مثلاً موږ بېګاه دا شی وخوړل، پرون دغه ځای ته تللي وو او…
۲- که د ژوند اړین موضوعات مو د خلکو تر مخې وایاست، پر دې مانا چې تاسو هم د خپلوانو په مخ کې دا خبرې کړې، کېدای شي، ماشوم به پر لوبو بوخت و، خو پام به یې ټول ستاسو خوا ته و. هڅه وکړئ ماشوم ته مو ښه الګو شئ، یانې کورني مسایل مو تر کور دباندې خلکو ته مه وایاست. که چېرې دا کار کوئ، هغه وخت یې وکړئ چې ماشوم په ښوونځي کې یا دباندې وي.
۳- کله چې مو ماشوم د نورو په مخ کې کورنیز رازونه وسپړل، مه ورته غوسه کېږئ، دباندې یې وباسئ او پر دې اړه خپل نظر ورته ووایاست، مثلاً ګوره! زما دا کار نه خوښېږي چې د کور خبرې دباندې خلکو ته ورسېږي. یا هملته د خبرو پرمهال سترګې ورته برګې کړئ او تر څو ثانیو پورې په غوسه ورته وګورئ.
۴- هېڅوخت نصیحت، رټنه، قهر، ګواښل او… مه کوئ، خصوصاً د خلکو تر مخې دا کارونه ونه کړئ.
۵- ستاسو ماشوم پاملرنې ته سخته اړتیا لري. هڅه وکړئ د هغه مثبت ټکي ورته وښيئ، مثلاً تاسو کولی شئ ځينې مثبت خویونه یې پر پاڼه ولیکئ او د ویدېدو د ځای تر څنګ یې راوځړوئ. لوبې ورسره وکړئ، وخت ورته ځانګړی کړئ، چکر ته ولاړ شئ او….
۶- نورو ته ووایئ چې کله یې ستاسو د کور د منځ خبرې ورته کولې، چندان پاملرنه ورته ونه کړي او بابېزه یې وګڼي.
۷- په دې شیطانت کولو کې د ماشوم موخه څه ده؟
ایا غواړي مطرح شي، ځواکمن شي، که کسات (انتقام) اخلي؟
دغه خبرې معلومې کړئ.
۸- د شیطانت د لامل په اړه له ماشوم سره خبرې وکړئ او ورته ووایئ چې د ټولمنلي شخصیت د لرلو په خاطر نورې سمې لارې وکاروي.
۹- له ماشوم سره د هغه د خپل او نورو ماشومانو د شخصیت غښتلي کولو په پار مرسته وکړئ.
۱۰- هغه سره مرسته وکړئ چې د ټولنیزو سمو کړنو د زدکړې په موخه یوه ښه الګو وټاکي او د هغې الګو سم کارونه زده کړي.
۱۱- کله چې ماشوم خبرې ټولولې، پام مو بلې خواته واړوئ، مثلاً ووایئ راځئ په دې اړه خبرې وکړو….
۱۲- هغه ته د شیطانت او خبرغولي کس د پایلې، د خلکو د منفي غبرګون او د ټولنیز ناوړه شخصیت په اړه خبرداری ورکړئ.
۱۳- شیطانت یې بابېزه وګڼئ او سمو کړنو ته یې وهڅوئ.
۱۴- کله چې پوه شوئ نه پاملرنه هم کوم اغېز نه پرې کوي، ورته ووایاست چې که شیطانت ونه کړي جایزه ورکوئ.
۱۵- د ماشوم پر ځان باور (پر نفس باور) ډېر کړئ چې شیطانت ته اړ نه شي.
۱۶- ماشوم ته مو د خبرونو توپیر ور زده کړئ، ورته ووایاست چې ځینو خبرو وړلو ته شیطانت نه وايي، لکه د ښوونځي او نورو انسانانو د ژوند ګواښونو په اړه.
۱۷- ماشوم ته د هغه د دې کار یو لړلیک چمتو کړئ او ور ویې ښيئ.
۱۸- هغه سره مرسته وکړئ چې سم کارونه د خپلو ناسمو کړنو ځایناستي کړي.
۱۹- هغه ته ور زده کړئ چې د کومې خبرې راپور ورکول اړین دي، مثلاً بېړنۍ مرستې اړتیا، شخړه او جګړه، دوکه….
۲۰- هېڅکله ماشوم مه وهئ، ځکه دا کار د هغوی سپين سترګۍ لامل کېږي او لا مو هم ځورولی شي. یوازې په ځینو استثنايي وختونو کې یې مازې لږ وهئ چې فزیکي او روحي زیان ورته ونه رسېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ