د ( زنان مهاجر و روایت های درد و مقاومت ) کتاب مخکتنه وشوه

  • لیکنه:  مهدیه مصطفایي
  • ژباړه:  ملیحه ناصري

په دې کتاب کې د ایران,  افغانستان, پاکستان او هند لسو مهاجرو مېرمنو د خپل مهاجرت په اړه خبرې کړي.
تېره اونۍ د کاناډا په مونټرال ښار کې د ( زنان مهاجر و روایت های درد و مقاومت ) کتاب مخکتنه وشوه . په دې کتاب کې د یادو هېوادونو لسو مېرمنو تر مهاجرت مخکې او له هغه وروسته د بریالیتوبونو په اړه یې خبرې کړي دي.
دا کتاب په مونټرال کې د افغانو مېرمنو د انجمن له خوا چې مدیره یې (مکۍ عارف) ده, خپور شو. او د (غوره ښاریانو لپاره نوي څرکونه)  سازمان , د کاناډا اونیزه مجله,  او د کاناډا فرهنګي میراث یې حامیان یا ملاتړي وو.
یاد کتاب په دري, انګلیسي او فرانسوۍ ژبه خپور شوی دی.
د دې کتاب مخکتنه کې دا لس مېرمنې هم وې. داسې حال کې چې خپل اسلامي او فرهنګي دود یې ساتلی  چې خبرې یې هم نه کولې , څوکۍ یې په اخرني کتار کې ایښې وې چې څوک یې انځور وانه خلي او د چا پام ځان ته وانه ړوي .
مکۍ عارف د نورو خبرو سربېره دا هم وویل چې د دې کتاب د خپراوي اصلي انګېزه دا وه چې مهاجران خپلې کیسې ووایي , څو نور خلک پر دې وپوهول شي چې تر مهاجرت دمخه او تر هغه وروسته خپلې ستونزې څه ډول حل کړي. دا چې موږ یوازیني مهاجران نه یو چې داسې برخلیک سره مخ شوي وو.
مکۍ عارف پخپله هم د یاد کتاب د یوه داستان ویونکې ده. نوموړې د کاناډا فرهنګي میراث له خوا ستایل شوې او د بشردوستۍ جایزه هم ورکړل شوه.
د مکۍ عارف داستان ( روزی که پنج هزار راکت بر شهر میبارید ) نومېږي. له خپلو سختیو او ستونزو غږېدلې چې لومړی قزاقستان تللې وه او وروسته بیا کاناډا ته.  دا چې په دې لاره یې سختۍ هم تېرې کړې دي.
نوموړې مدیرې دا هم وویل چې یاد کتاب د کاناډا د مهاجرانو وزارت لپاره هم ښه مرستندوی او لارښود کېدی شي, څو د راتلونکو مهاجرانو لپاره ښه پلانونه وسنجوي او دا هم ورته جوته ( ښکاره ) شي چې ژبني او فرهنګي توپیرونه یو مهاجر څومره له ستونزو سره مخ کوي. چې ان له اندېښنو سره مخ کېږي. مکۍ د هغو خلکو په اړه خبرې وکړې چې د همداسې خبرو له امله په اروایي ناروغیو اخته شوي دي.
خسرو شمیراني چې د دې کتاب خپروونکی دی,  د کتاب د خپراوي لپاره یې خوښي وښوده او څرګنده یې کړه: ” د یوه انسان ژوند یو کتاب وي؛ نو د هر مهاجر داستان له هسکو ټیټو ډک دی. کله د مرګ له خولې تېښته او ژوند ته رسېدل دي. کله هم نه رسېدل او هېڅکله نه رسېدل… هغه سوري ماشومه ( ایلان ) مو په یاد ده ؟ , که د مدیترانې سیند پر څنډه مو د دې ماشومې خوبېدلی جسد لیدلی وي, هېڅکله به مو هېر نه شي او درد به یې تل راسره مل وي. ځینې د ( ایلان ) په برخلیک واوړي, ځینې به موخې ته ورسېږي ؛ خو هر یوه یې دردوونکې تجربې لرلي چې په اورېدا یې زړه درد او سترګې اوښکې کوي ” .