ادبیات ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې کلتور او هنر

زه ستا ګناهګار یم !

لیکنه: ياران

لیکوال: فضل الرحیم خروټی

دروازه یې په زوره ووهله، دا هم خرابه شوې، په اسانه نه پورې کېږي باید نجار ورته راولم، وړاندې تېر شو، له ونو یې سترګې تېرې کړې، شکر سږکال د مېوو پرېماني ده، خدای دې وکړي چې د تېر کال په څېر ارزانه ونه اوسي. وړاندې پخلنځي ته څېرمه د لښتي په غاړه نجلۍ ترکاري مینځله، غږ یې پرې وکړ؛ لور ډوډۍ ژر راوړه! سخت وږی يم، بیترۍ خرابه شوې، ګروپ هم در سره مړ که، چې تیارې ته مو کېنه نه وې!

کوټې ته ننوت، بالښت ته یې تکیه ووهله، له جبه یې کوتی راویست، ښه کپه نصوار یې خولې ته واچول، راډیو ته یې لاس کړ، په راډیو کې د نغمې سندره غږېده. اخ جانان مې ولاړه … شېبه وروسته ښځه راغله د سړي پښو سره کېناسته،  راډیو ته یې لاس تېرکړ، غلې یې کړه. سلامته هفته تېره شوه میوند هم را معلوم نه شو ، دوه ورځې وروسته د کاکا خسر دې زوی واده یې دی، یو جوړ کالي او یوه ګوته خو باید ورته واخلو، پیسې خو به یې نه وي را لېږلي؟

سړی را نیغ شو، نصوار یې تو کړل، څه وکړي، میاشت نه کېږي چې پیسې یې رالېږلې، د جرمني په خزانه خو نه ده ناست. دې سره  موبایل هم و کړنګېد، چې ګوري میوند و، پلار سره د سلام کلام نه وروسته سړي په کاغذ څه ولیکل. او ورته کړل یې، زه اوس کار کې یم مور او خور سره به بیا خبرې وکړم، سبا پیسې اخیستی شې، دا خبرې یې وکړي او خدای پاماني یې واخیسته.

دسترخوان خور شو، سړی کاسې ته زیر  شو، په کراتو مې درته ویلي چې نجلۍ غوړ کم اچوه، ګوره د شوروا سر ټول غوړو نیولی، تاته چې وایې لکه دیوال ته چې وایې.

خو غوښه کې وازده ډېره وه، نو زه څه ملامته یم، هر وخت ماته په قار کېږې، غوښه کې وازده کمه راوړئ چې غوړه رانه شي او نوره له کوتې ووته. ښځې میړه ته مخ ور واړاوه نجلۍ دې خفه کړه، خیر ده د سر غوړ به یې زه په ملاقه ټول کړم.

مور یې پسې ووته له دلاسا کولو وروسته یې بېرته کوټې ته راوسته، پلار یې په خندانه څېره ورته وویل: لورته خو پوهېږې له اندازې زیات غوړ ما او مور ته دې زهر دي، هسې خو پوهېږې چې موږ د پشار او شکر مرض لرو.

شېبه وروسته سړي لور ته مخ ور واړاوه، سبا زه او مور دې کابل ته ځو، ته به مو هم بولې وې، خو د مال د وښو او اوبو غم دی، که مور دې پاتې شي او ته ولاړه شې، هلته د خاله د خسر دعا یې پاتې کېږي، د ځمکې کارونه زیات دي بیا ژر نشو تلی، نجلی غلې ناسته وه هېڅ یې هم نه ویل.

د لمر وړانګې خورې وې، سړی مخکې او ښځه ورپسې روان شول، څو قدمه نه وو تللي چې ښځه بېرته را وګرځېده په وره کې ودرېده، لیلا چې غوا، خوسي او پسه ته واښه او اوبه ورکړې. تیار مې راوړې او بل چرګانو ته دې دانه هم هېره نشي  دا یې وویل او نوره پسې ولاړه.

نجلۍ د کور کارونه، مال ته د واښو، اوبو او چرګانو ته تر دانې اچولو وروسته کوټې ته راغله راډيو یې  چلانده کړه، اوږده ورته وغځېده د موبین وصال هغه ټپيزې په کې غږېدې.

ته تر خروړي سپي را تېر شه

تر دې ملالې خولګۍ زه در تېره یمه

همداسې ټپې روانې وې، چې دروازه وټکېده، څوک ویلو سره له هغې خوا غږ شو، زه یم د تره زوی دې بلال،

ور یې خلاص کړ، تر ستړي مه شي وروسته نجلۍ بېرون وکتل، بلال ته یې مخ ورواړاوه یوازې راغلی یې؟

هو، ولې دا ضروري ده چې ټول کابل ځان سره راولم.

دواړو وخندل.

زه چې تاسو کره وم، ویل یې چې بلال درته، اول دواړه درځو کنه یوه خو حتمي ورسره درځو.

نه پوهېږم چې راتلم، ورته ومې  ویل، چې زه دې تره کره ځم، غږ یې ونه کړ، رښتیا مور او پلار دې نه ښکاري، چېرته دي؟

هغوی کابل ته تللي جوړه اخلي، د لالا د کاکا خسر د زوی واده ده.

ښه، ته بېچاره خی یې یوازې یې، وېرېږې نه؟

نه ولې ووېږم، خوسی، غوا او پسه خو راسره سته.

شېبه دواړه په خندا و، چې بلال ور زیاته کړه، اوس خو بیخي مه وېرېږه، خوسي، غوا او پسه تر څنګ زه هم درسره یم او تر هغه به در سره یم ترڅو مې چې تره راځي.

نور د وره په خوله کې تم نه شول، بلال کوټې ته ولاړ او لیلا پخلنځي ته.

بلال غلی ناست و، داسې ښکارېده چې د څه چرت وهي، چې لیلا پتنوس په لاس پر وره ور ننوته.

چای یې ورته واچاوه او د کړکۍ مخ ته کېناسته.

بلال به یو غړپ کاوه او لیلا ته به یې کتل، یو ناڅاپه د لیلا سترګې ورسره په سترګو شوې و شرمېده سترګې یې ښکته واچولې، شېبه چپتیا خوره شوه، بلال د چپتیا د ماتولو لپاره د تره پوښتنه وکړه، چې څنګه دی؟

لیلا په ټيټ سر په یوه لاس یې د غالۍ پشم سولاوه،ښه دي.

ښه شکر چې ښه دي، ولې دومره لرې ناسته یې راځه وړاندې کېنه،چې د کلچو قاپ ته دې لاس ورسيږي.

لیلا ټکنۍ شوه، رنګ یې والوت، نه همدلته صیي یم.

فضل الرحیم خروټی

بلال بیا هم شله وه راځه! څو ځلې ویلو نه وروسته طاقت یې ونه شو ور پورته شو، ټول وجود یې لړزې نیولی وه،له لاسه یې ونیوله راځه دلته نژدې راته کېنه، لیلا لاس ترې کش کړ، نه همدلته صیي یم او د لرې کېدو یې ورته وویل خو بلال کله منله او نور پر ځان نه پوهېده، لیلا د بېرون وتلو کوښښ وکړ خو بلال له لاسه کلکه ونیوله او ځان پر لورې یې را کش کړه، د لیلا ټټر د بلال پر سینه ولګېد، په یوه ساه ورته لګیا ده ماته ډېره ګرانه یې، زه مینه درسره لرم.

لیلا سر ښکته اچولی وه او ټېله کاوه یې او د لرې کېدو یې ورته ویل او دا خبر به یې تیکراروله، چې څوک به مو وویني که څه په کوټه  او حویلۍ کې له خدای، ونو او دېوالو نه پرته بل څه نه وه.

بلال نوره هم ځانته جوخته کړه ښه شېبه شونډې یې پر شونډو ورته کېښودې، د لیلا د ژړا غږ اوچت شو، خو بلال ددې ژړا ته هم نه کتل او همدا یې ورته ویلو، خیر ده زما ډېره خوښېږې زه څه نه درته وایم، ته زما د زړه ټوټه یې، هر څه چې په خوله یې راتلل ویل یې، په خپلو خبرو نه پوهېده چې زه څه وایم. همداسې ټینګه یې نیولې وه، په لیلا هم شیطاني اور غلبه وکړه، نور یې ټول ځان ورته وسپاره.تر ماسپښین ناوخته پورې دواړو یو له بله خوندونه واخیستل، د رخصت پر مهال یې دا هم ور زیاته کړه، بېګاه ته شوه که سبا ته له مور سره مې خبره شریکه وم زما ستا کوژده حتمي ده او نور په مخه ولاړه.

ساعت نه وه وتلی چې مور او پلار یې راغلل، له ستړي مه شي وروسته مور یې په غور ورته وکتل، او پوښټنه یې ترې وکړه نجلۍ دا رنګ دې ولې بدل دی خیرت خو به وي؟

ورخطا غوندې شوه، نه مور کومه خبره نه ده، ویده وم دا اوس ویښه شوم مخ ته مې اوبه نه دي اچولي ځکه.

مور او پلار یې کوټې ته ننوتل لیلا شېبه وروسته پتنوس په لاس په وره ورننوته او مور ته یې کړل ته ایسته چې څه مو ورته واخیستل؟

قیمتي زیاته وه یوه ګوته او یو جوړ کالي مو  ورته  واخیستل،هو رښتیا تاته دې پلار کالي اخیستل، خو ما ویل  نه، موږ کله کله چېرته ځو تاته مو موبایل واخیست احوال به دې پرې اخلو، نن مې له سودا نه زیات تاته تشویش وه.

لیلا ډېره خوشحاله شوه او ځان سره یې وویل، چې ځه زما او د بلال دا لرې واټن هم را نژدې شو. پلار یې جب ته لاس کړ، موبایل او سیم کارت یې راویست.واخله دوه ساعته یې چارج ته کېږده، او بل دا دې سلو کارت هم واچوه، چې له کارت پرته سیمکارت کار نه کوي.

لیلا بلې کوټې ته منډه کړه هلته بترۍ ایښې وه، د چارچر لینونه تیار بند وه موبایل یې ورته کېښوده.بېګا چې کله پلار یې له مسجده کور ته راغی له موبایل نه یې د خپلوانو نمبرونه ترې کاپي کړل، لیلا په خط پوهېده ځکه تر شپږمه یې ښوونځی لوستی وه کله چې کلي او منطقه کې طالبان زیات شول د نجونو پر ښوونځي یې بندیز ولګاوه. نو د بلال نوم سره یې ولیکل (زما زړه). پلار، او مور یې ستړي وه د ویده کېدو لپاره یې تیارۍ ونیو او لیلا هم د تېر په څېر راډیو واخیسته او خپلې کوټې ته ولاړه، بلال ته یې زنګ وواهه له هغې خوا هلو غږ د لیلا تر غوږو شو.د لیلا په وجود د سهار پر څېر لړزه لګېدلې وه، دې هم سلام او ځان ور وپېژانده.

بلال هک حیران شو، چې لیلا خو مخکې موبایل نه درلود یا داچې له بل چا سره هم اړیکې لري پوښتنه یې ترې وکړه دا نمبر دې چا دی، د کاکا شمېره خو مې هم نه ده؟

لیلا د موبایل د راوړو ټوله کیسه ورته وکړه، دې کې بلال موبایل بند کړ، ښه شېبه وروسته یې بېرته ورته زنګ وواهه او بښنه یې ترې وغوښته، موبایل مې کارت نه درلود او د دقیقې د فري کولو لږ وخت ونیو تر ناوخته یې خبرې وکړې او دا خبرې هره شپه همداسې روانې وې او ان دا چې لیلا د تېر پر خلاف سهار وخته پر ځای لس یولس بجې له خوبه پورته کېده خو بلال مجبور وه، چې وخته له خوبه پورته شي ځکه دوکان ور له غاړې وه، خو په میاشت کې یو دوه ځلې د تره کره حتمي ته.

دا لړۍ تر څلور میاشتو روانه وه، څلور میاشتې وروسته لیلا ته زړه بدوالی پیدا کېږي، بلال د لیلا له ناروغۍ چې خبریږي یو ډاکټر یې ملګری دی هغه ته ددې ناروغۍ کیسه کوي، هغه ورته وایي: زړه بدوالی په دوو حالاتو کې ښځينوو ته پیدا کېږي، یو دا چې د معدې تیزاب یې زیات شي، او بله دا چې  ښځینه حمل واخلي..دا خبرې چې اوري ورخطا کېږي  بس چرتونه یې پسې اخلي شپه هم خوب نه لري ورځ خو هسې هم سرګردانه وي د موټر د پرزو دوکان کې او تل دا سر ګردانه چرت ورسره مل وي، چې اوس څه وکړم، یو کار کوي، چې لیلا سره اړیکې پرې کوي، خو دا کار یې هم درد نه دوا کوي.

د لیلا حالت ورځ تر بلې خرابیږي. که څه نس پاړسوب یې د یوه څه مودې لپاره ددې چاغښت نه برملا کوي خو ډېر کله ددې دلبدي او د حالت خرابوالی، د مور شک یې په یقین بدلوي، مور یې له ډېر اسرار او وهلو وروسته ټوله کیسه پرې کوي. شپې چې د لیلا پلار راځي. مور یې نا چاره پاتې کېږي او ټوله کیسه ورته کوي. پلار یې چې کله له کیسې خبرېږي، لیلا دومره وهي چې ان د زوفت تر حالته رسوي خیر د لیلا له پلاره هم لاره ورکه وه. د سهار په خړه کې کابل ته د ورور د کور په لوري روانیږي، بلال په دې شپه کور کې نه وي له ملګرو سره تللی وي،خو د بلال پلار یې نه مني او وایي چې زوی مې داسې بد کار نه کوي زه پرې پوره باور لرم، ټلېفون له جبه راوباسي او بلال ته زنګ وهي، بلال ټلېفون پورته کوي، پلار یې ورته وایي چېرته یې؟ ژر کور ته راشه کار مې درسره دی، عاجل راشه٫!!

. بلال ورخطا کېږي او ځان سره فکر کوي، حتمي دی زما او د لیلا په اړیکه خبر شوی، اوس به څه کوم؟ پلار ته بهانه کوي زه لرې یم،تر غرمې نشم درتلی خو په اصل کې دی، کور ته نژدې د همسایه کره وي.

پلار یې ورته په قار کېږي او د ټلېفون غږ لوړوي او ورته وایي چې دا لیلا سره دې دا بد کار څنګه کړی؟ هغه ده هغې اوس حمل اخیستی، تره دې وایي چې دا کار بلال کړی، وه هلکه که دې کړی وي، ووایه؟

بلال، قسم، قران خوري چې ما نه دی کړی، همداسې تکراري قسم او قرانونه خوري او وايي ما دا کار نه دی کړی.

د لیلا پلار چې دا خبرې اوري په غوسه کې خپل ورور ته وایي: اوس درنه ځم اول دې لیلا کار کوم،  بیا به تاسو  سره ګورم.

بلال سرګردانه د کوټې یوه سر او بل سر ته ځي او راځي، ملګری چې ګوري بلال سرګردانه دی، چې ده ته یې دا راز معلوم دی. ورته وایي ولې داسې سرګردانه یې خیرت خوبه وي؟

خیرت نه دی، تبا شوم، زه ملامت یم، زه ګناهګار یم.یو مې د نجلۍ عمر تبا کړ او بل مې تره په شرمونو وشرماوه هغه به په کوم روي خلکو ته ګوري. هغه هېڅ ملامته نه ده، زما په دروغنیو وعدو کې راګیر شوه، چې واده درسره کوم، داسې ژوند به مو وي دا کوم، هغه کوم. په کراتو پسې جرګې راغلې خو دې زما په تمه هغه یې رخصتولې، نه رضایت له وجې پلار به یې ځوابولې، چې اخر یې ما عمر ور تبا کړ او اړیکه مې هم ورسره پرې کړه. خیر ده، یاره له ما خو لاره ورکه ده ته راته ووایه زه څه وکړم؟

ملګري یې له لږ فکر کولو وروسته ورته وویل: ټلېفون دې راکړه، بلال ټلېفون ورکړ، له دوه زنګ تېرولو وروسته له هغې خوا څو سپکې سپورو تر څنګ، ووایه که دا کار دې کړی وي، چې څه حل لاره ورته وګورم، کنه دادې بدنامۍ تور تاغ مې ورور نه شي زغملی هغه نجلۍ به هرو مرو ووژني، د بلال پلار دا خبرې کولې چې هلک ورته وویل:

کاکا زه یم احمد،دا کار له بلاله شوی، نورو خبرو پر ځای ته باید یو څه وکړې او پرېنږدې چې نجلۍ ته زیان ورسوي، چې په څه ډول یې کوې هغه ستا کار دی. د بلال پلار څو کنځلې وکړې او نور موټر ته وخوت.

لیلا د کوټې په کونج کې ناسته وه ژړل یې د مور سپکې سپورې یې هم تېرولې او د مېړه تر راتګه یې لکه د سیوري په څېر ترې څارنه کوله چې ځان وژنه ونه کړي چې یو دوه ځلې یې هڅه هم وشوه، چې یو ځل یې په ځان د تیلو سلامته بوشکه خالي کوله، چې مور یې پرې راغله، او بل ځل یې د پلار د فشار او شکر سلامت پاکټونه خولې ته اچول، چې مور یې ترې واخیستې. همداسې د مور ډونګېدا،  ښېرا یو نیم وار به یې هم تېراوه،ورته ویل به یې کاش چې پلاني ته مو ورکړې وې نن به داسې د شرمندګۍ حالت نه را باندې راته.  چې د وره د وازېدو غږ شو، د لیلا مور پسې راووته، سړی په منډه بلې کوټې ته ننوت چریي ټوپک په لاس د نجلۍ لوري ته روان شو چې ښځې کوټې ته د ورتګ مخالفت کاوه. همدا غالمغال روان وه چې دوه سړي په وره راننوتل، ور غږ یې کړ ګوره چې کومه تېروتنه ونه کړې، هغه زما انګور ده.

د سړي له خولې نه زګونه بهېدل، ښه شېبه یې نفسک هم واهه لکه ښه ستړی چې وي او  ټوپک ښځې کلک نیولی وه، د بلال پلار او هغه بل سړی چې د احمد پلار وه ور وړاندې شول او په نرمه او زاریو یې ټوپک ترې واخیسته.

د کړکۍ مخته په اواره سترنجۍ کېناستل، چې ور وټکېده، د بلال پلار ورغی چې ګوري ډله کلیوال په وره کې ولاړ دي او د بلال پلار ته وایي، محمد الله وروره دا څه غالمغال دی چې خیرت وي؟

د بلال پلار لوستی، هوښیار او کاروباري سړی وه،له لږ فکر کولو وروسته یې وویل: وروره که زه زیات کلي ته نه راځم ځکه حالات خراب دي د دولت ټېکې نیسم او تاسو خو پوهېږئ، چې طالبان هم داسې کسان نه پرېږدي خو ورور مې دېته مجبور کړم چې دا دې مرګ  خطر هم قبول کړم او ده ته راشم.  په کراتو مې کسان ورته راولېږل،زنګونه مې ورته ووهل چې لور دې زما زوی ته راکړه خو ده نه منله او زه په څلور اولادونو کې دا یو زوی لرم، د هغه  خوښه چې په هر قیمت وي تر لاسه کوم یې او بل دا چې د نجلۍ رضایت هم شته شریعت کې هم څه ممانعت نشته دا خبرې د لیلا پلار هم اورېدې، دې کې د کلي خلکو له ډلې څخه یو سپینږیری د بلال پلار ته وویل: دا خو د خیر کار دی او بل بلال هم ښه هلک دی، هسې ورور دې کبر کوي پوهنتون یې لوستی، ماشاالله شته لري خیر که رسمي دنده نه لري ښایسته دوکان لري چې ما لیدلی په لکهاوو سرمایه ده په کې  موږ در سره یو، څنګه کلیوالو.

ټولو خلکو وویل رښتیا وايي موږ درسره یو،  ځه چې ورور سره دې کینو.

د لیلا پلار په زړه کې خوشحاله وه چې خدای له لویې بې عزتۍ نه وساتلم، خو په ښکاره یې داسې ښودله چې زما زړه نه دی، د کلیوالو له ډېر خبرو او د بلال د پلار پر ځای تر ډېر عذر کولو وروسته، لوز وکړ چې ما لور ستاسو په خاطر ورکړه، خو د بلال پلار وویل، نه داسې نه کېږي ماته دې عادي نښه راکړي هم سمه ده.دې کې د لیلا پلار د کوټې پر لوري روان شو چې  ښځې يې تیار په پتناسه کې یو پاکټ چاکلیت چې پر سر یې مبارک دستمال اوار وه ور کړ.

د بلال پلار بغل ته لاس کړ په کمربند کې تړلې تفانچه یې رواخیسته څو هوايي ډزونه یې وکړل، کلیوالو ته یې مخ ورواړه چې زه به نور درنه ولاړ شم ډېر کار لرم او مننه یې ترې وکړه، که تاسو نه وئ ورور مې زما زوی ته لور نه راکوله. دې سره کلیوالو دواړو ورونو ته د نوې خېښۍ مبارکي ورکړه او لاسونه یې لپه کړل او پورته شول چې موږ هم ځو د لیلا پلار چې قار یې له ورایه په څېره کې ښکارېده هر څه کلیوالو ته د چای ست کاوه خو هغوی ویل بیا کوم بل وخت، ټول کار لري. د بلال پلار ښایسته مزل وکړ، بېرته یې د موټر مخه راتاو کړه او د احمد پلار ته وویل: اوس به کلیوال تللي وي، راځه د واده په اړه ور سره  خبرې وکړو.

کور مخ کې یې موټر ودراوه، د احمد پلار موټر کې پاتې شو، د بلال پلار چې د کلا پر وره ور ننوت چې د لیلا د چغو غږ یې واورېده، ور منډه یې کړه، او پر قهرجنه لهجه یې خپل کشر ورور ته وویل نور ته زما په امانت حق نه لرې، لاس پورته کړه دا زما امانت دی، ته دې امانت په مانا پوهېږې؟

زه  بېرته ځکه راغلم، چې نن شنبې ده، جمعې ته یې واده دی او واده به یې هم هوټل کې وي کلیوالو ته به موټر ونیسم چې واده ته راشي او که ته هم څه ولور غواړې، زه تیار یم. وړاندې ورغی لیونیه ستا بې عزتي زما بې عرتي ده په نادانۍ کې ترې تېروتنه شوې کیدای شي د دواړو په پالنه کې څه کمی وي.

د لیلا پلار لا هم لیلا ته بد بد کتل، خو ځان یې کنټرول کړ، بس دومره یې وویل چې نور څه مې نه دي په کار یوازې دغه زما له مخې ورکه وه.

کابل ته د رسېدو سره سم یې، یو هوټل ونیو او کارتو د چاپ کار یې هم خلاص کړ، بېګا چې کور ته راته د احمد پلار یې هم له ځان سره راوسته. سخت ستړي ول، لومړی یې بلال ته زنګ وواهه، بلال ډېر  په شرمندګۍ ټلېفون پورته کړ، حتی له ستوني یې اواز هم سم نه خوت، غاړې یې ناستې وې ډېر یې ژړلي وه او پر خپلې تېروتنې پښېمانه وه، کور ته یې راوغوښت، چې راغی پلار ته یې سترګو په سترګو نشو کتلی، په څه سختی یې پلار او میلمه ته ستړي مه شي ورکړه، ځوړند سر یوې ګوښې ته کنیاسته. پلار څو سپکې سپورې ورته وویل: ښه که احمد ژر زنګ ماته نه وه کړی، نجلۍ دې پرې مړه کړې وه، که تا دومره اور اخیستی وه ماته به دې ویلي وه چې کوژده راته وکړئ که ماته دې نشو ویلای مور ته به دې ویلي وه، بر پدر دې نالت شه په شرمو دې وشرمولو. شېبه غلی شو  بیا یې ورته وویل: سبا دې د واده کارتونه چاپیږي جمعې ته دې واده ده. سبا چېرته ورک نه شې دوکان ته هم ولاړ نه شې کرار په کور کېنه، زه ، مور او مشره خور دې سبا بازار ته د سودا اخیستو لپاره ځو .

سبا یې، څلور جوړه کالي، یو طوق، درې دانې ګوتې او دواړو لاسو ته شپږ شپږ دانې بنګړي واخیستل.

جمعه رانژدې شوه کارتونه هم ټولو ته ورسېدل، د کلي خلکو دې پسې خبرې شروع کړې چې پرون یې نښه وېوړه او نن واده کوي ددې تر شاه هم څه شته خو  ولې داسې ژر؟  څېړنې روانې وې خو چا ته یې دلیل نه معلومېده خو یو نیم به بیا ویلې سړی پیسه داره ده، پیسې غر سوری کوي، د پیسو په زور به یې ژر واده ته راضي کړی وي، کنه هېڅ څوک هم داسې ژر واده نه ورکوي.

جمعې شپه راورسېده واده ښه په ډنګ او ډول تېر شو، چې ټولو خلکو لومړی کنځل او بیا یې صفت کاوه، چې  دوس، ښه ډوډۍ تیاره کړې وه.او بله دا چې هلک له واده وروسته له ناوې سره په لومړۍ لیدنه کې ورته وویل: زه ستا ګناهګار یم، ماوبښه!؟

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران