هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

کینیا: د واده ټول لګښت یواځې یو ډالر ، ښايي د نړۍ تر ټولو کم لګښته واده وي

کینیا کې د یوې جوړې د واده ټول لګښت یواځې یو ډالر و.

ویلسن او انن میچرا خپل واده ډير ساده او د يو ډالر په مصرف وکړ. په ټولیزو رسنیو کې د کینا ددې جوړ د واده تود هر کلی شوی.

ویلسن او انن له تیرو دریو کالونو د یو بل ملګري وه. دوې تیر کال هم دوه ځلې خپل واده د اقتصادي ستونزو له امله ځنډولی و.

په ټولیزو سنیو ګڼو خلکو ددې جوړې د واده د ډول او کم مصرف تود هر کلی کړی. د واده هلک یواځې یو ډالر مصرف کړ چې په هغې سره ځان او خپلې میرمنې ته د سټیل څخه جوړه دوه ګوتې واخیستې، څو يې د نکاح پر مهال یو بل ته په ګوتو کړي.

د نکاح خط او په کلیسا کې نور مصارف خپله کلیسا په ځان ومنل.

تیر کال دوې له خپلو خپلوانو او ملګرو د مرستې غوښتنه وکړه، خو چا ورسره مرسته ونه کړه. ویلسن ۲۷ کلن او انن ۲۴ کلنه ده. دوې پریکړه وکړه، چې سږ کال به په کم مصرف واده کوي.

ویلسن رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې حتا دده مشر ورور له ده وغوښتل، چې د خپلې ملګرې سره له رسمي واده پرته ژوند ته دوام ورکړي. ویلسن زیاتوي:

((ما دا غوښتنه ونه منله. دا ښه خبره نه وه. زه او زما ملګرې دایمې او خوشبخته یوځای کیدل غوښتل.))

په ټویټر، فیسبوک او ګڼو نورو ټولنیزو پاڼو ددې واده هرکلی شوی او دا يې حیرانوونکې او په زړه پورې اقدام بللی.

د واده ناوې انن ویلي:

((د یوې جوړې په توګه مو غوښتل چې واده وکړو او په پوره شرافت ژوند وکړو او خپل خاطر جمعه کړو.))

دې جوړې د واده تر ټولو ساده مراسم درلودل. نه کیک و، نه ګلونه وه؛ نه هم کوم ډیکوریشن او ګل کاري شوې وه.

د واده د ناوې او زلمي ساده او عادي جامې په تن وې. جینز او ټي شیرټ يې اغوستې وي او زاړه تمریني بوټان يې په پښو وه.

د واده جوړه په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو لخوا ددوې د واده په تود هرکلي ډیره خوشاله شوې ده.

دوې د کینیا له نورو ځوانانو هم غواړي، چې خپل ودونه ساده او په کم مصرف ترسره کړي.
ناوې انن ویلي:

((زه باور لرم، چې د پیسو نه دردلودل دواده کولو په وړاندې خنډ نه دی. که څوک یو بل سره مینه لري او غواړي چې واده وکړي؛ نو ودې يې کړي، څنګه چې موږ وکړ.))

ګڼو کمپنیو او خلکو اوس د واده دې جوړې ته خپلې تحفې او ډالۍ لیږلي. دوې تمه لري، چې د یو سیاحتي شرکت له لوري په برابر شوي سفر د هانیمون په چکر لاړ شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */