اپریل 12, 2021

د کېن ویلیمسن د ژوند او مسلک اړوند بشپړ مالومات

Advertisements

د کېن ویلیمسن بشپړ نوم کېن سټورټ ویلیمسن دی چې د نیوزیلېنډ نامتو توپوهونکی او لوبډلمشر دی، په ۱۹۹۰ کې د اګسټ په ۸ مه د نیوزیلېنډ په تاورنګا سیمه کې زېږېدلی دی اوس ۳۰ کاله عمر لري.

قد یې پنځه فوټه او ۸ اېنچه دی، په ښي لاس توپوهنه کوي او اف بریک توپ اچونه هم کوي.

سوداګریز کرکټ

۲۰۰۷ او ۸ کې د نیوزیلېنډ نارترن ډېسټکرېکټ لوبډلې سره مل شو، ۲۰۱۱ او ۱۲ کې د انګلستان په ګلوسېسټرشایر لوبډله کې ولوبېد، ۲۰۱۳ او ۱۸ کې له یارکشېر لوبډلې سره ملاتړی و.

۲۰۱۵ کې په آی پي اېل کې له حیدراباد لوبډلې سره یو ځای شو او لا هم ورسره دی.

۲۰۱۷ کې د ویسټ انډیز سي پي اېل لیګ کې له باربادوس ټرایډېنټس لوبډلې سره و.

د دې سربېره په لس اوریز، بېګ باش لیګ او پاکستان لیګ کې هم لوبېدلی دی.

نړیوال کرکټ

ټېسټ کرکټ

۲۰۱۰ کې ملي لوبډلې ته راغی، لومړۍ ټېسټ لوبه یې د هند خلاف وکړه او وروستۍ ټېسټ لوبه یې د پاکستان خلاف د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۵ مه نېټه پای ته ورسوله او ۲۳۸ منډې یې پکې وکړې.

هغه د سیریز د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته او پاکستان یې په دواړو ټېسټ لوبو کې دوه د صفر پر وړاندې مات کړ.

۸۳ ټېسټ لوبو کې یې ۷ زره ۱۱۵ منډې یې کړي، ۲۵۱ یې لوړې منډې دي، چې د ۲۰۲۰ په ډېسمبر کې یې د ویسټ انډیز پر وړاندې وکړې.

۲۴ سلیزې، ۴ غبرګې سلیزې او ۳۲ یې نیمه سلیزې وهلي دي.

یو ورځنۍ لوبې

۲۰۱۰ کې یې د هند خلاف یو ورځنۍ لوبې هم پیل کړې او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۲۰ کې د اسټرالیا خلاف وکړه.

۱۵۱ لوبو کې یې ۶۱۷۴ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۴۸ دي.

۱۳ یې سلیزې او ۳۹ یې پنځوسیزې وهلي دي.

شل اوریزې لوبې

۲۰۱۱ کې یې د زِمبابوې خلاف پیل وکړ، ۲۰۲۰ز کې یې وروستۍ لوبه د پاکستان خلاف وکړه.

۶۲ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۷۲۳ منډې کړي دي، ۹۵ یې منډې دي، دولس یې پنځوسیزې وهلي دي.

۲۰۱۵ کې یې آی پي اېل لوبې پیل کړي دي او په ۵۳ لوبو کې یې ۱۶۱۹ منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې مندې ۸۹ دي.

۱۵ یې پنځوسیزې وهلي دي.

فرسټ کلاس کرکټ

فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ لوبې یې په ۲۰۰۷ کې پیل کړې، ۲۰۰۷ کې یې د نولس کلنو ملي ټیم ته لاره وموندله، په ۲۰۰۸ کې یې د نولس کلنو نړیوال جام کې د خپل ټیم لوبډلمشري وکړه.

له دې وروسته په ۲۰۱۰ کې ملي ټیم ته ولاړ په ۲۰۱۱، ۱۵ او ۱۹ پنځوس اوریزو نړیوالو جامونو کې د نیوزیلېنډ په ګټه ولوبېد.

۲۰۱۹ کې یې په خپله لوبډلمشرۍ کې لوبډله تر پایلوبې ورسوله او په پایلوبه کې یې له انګلستان څخه ماته وخوړه.

او ټول ټورنمنټ د غوره لوبغاړی جایزه یې په دغه جام کې ترلاسه کړه.

۲۰۱۲، ۱۴ او ۱۶ کلونوکې یې په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې د نیوزیلېنډ ملا وتړله.

د دې سربېره هغه د نړۍ د لسیزې د غوره ټېسټ کرکټ لوبغاړو په قطار کې حساب شو او جایزه یې واخېسته.

کېن ویلیمسن غبرګولی زېږېدلی

د هغه پلار برېټ د خرڅلاو نماینده و او مور سندرا د باسکېټ بال لوبدلې استازې وه.

پلار یې تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډله کې لوبېدلی و او مور یې هم د باسکېت بال لوبغاړې وه.

ویلیمن له خپلې مور څخه په دوګانه یا غبرګولي ډول زېږېدلی، له ده سره یو ځای د ده ورو لوګن زېږېدلی، چې له ویلیمسن څخه یوه دقیقه مشر دی.

د ورور یې اوس درې لوڼي دي، انا، سوفي او کایلي.

دوی اوس د نیوزیلېنډ په والیبال لوبډله کې لوبېږي.

لکه څرنګه چې د ویلیمسن د کورنۍ پېشه کرکټ او ورزش دی، نو ده هم د کرکټ لاره تعقیب کړه.

په ۱۴ کلنۍ کې یې په اعلی درجه کرکټ کاوه او په ۱۶ کلنۍ کې یې فرسټ کلاس کرکټ کې ځان مشهور کړ.

نوموړی لا ۱۶ کلن و، چې د خپل کالېج لوبغاړي یې راټول کړل او کرکټ یې نندارې ته وړاندې کړ.

نوموړي دلته ښه لوبډلمشري په ولایتي لوبو کې وکړه او بالاخره له دې ځایه د مشهورتیا پر لور وخوځېد.

مخکې له دې چې هغه د ښوونځي دوره پای ته ورسوي، په سیمه ییز کرکټ کې یې ۴۰ سلیزې ووهلې.

۲۰۰۷ کې ۱۷ کلن و، چې د شمالي ولسولۍ یا نارترن ډېسټرېکټ لپاره یې په ۴۹ توپونو ۱۰۱ ناسوځېدلې مندې وکړې.

د انګلستان په کورني کرکټ کې یې هم برخه واخیسته، په دې لوبوکې په ۲۰۱۳ او ۱۴ پړاوونوکې ښه وځلېد.

۲۰۱۳ او د منډو ماشین جوړېدل

۲۰۱۳ کې په نړیوال کرکټ کې خورا ښه وځلېد، نوموړي د زیاتو منډو جوړولو له امله د کرکټ په نړۍ کې د سکورز یا منډو جوړولو ماشین باندې مشهور شو.

وخت ناوخت یې په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې لومړي مقامونه هم اخیستي دي.

لوبډلمشري

۲۰۱۶ کې په کرکټ کې د ځلېدو له امله د نیوزیلېنډ لوبډلمشر شو او په درې واړو فارمټونو( شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ) لوبو کې یې لوبډلمشري ترلاسه کړه.

برېنډن مکالم له ده وړاندې لوبډلمشر و او هغه په ۲۰۱۵ کې نړیوال کرکټ پرېښود.

خېریه چاره

۲۰۱۴ کې یې د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړه، چې د دې لړۍ ټولې پېسې یې د خیبر پښتونخوا ورسک سیمه کې په یو ښوونځي د برید قربانیانو ته ورکړې.

ایا د ویلیمسن ښځه مسلمانه ده؟

د کېن ویلیمسن مېرمن چې ۲۰۱۵ کې یې ورسره واده کړی، سارا رحیم نومېږي.

هغه په خټه انګلستانۍ ده او د دین په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو یوې مسلمانې کورنۍ پورې تړاو لري.

خو سارا رحیم که څه هم اصلا د انګلستان د برېسټول سیمې ده، خو زېږېدلې په نیوزیلېنډ کې ده.

د برېسټول په کالج کې یې زده کړي دي او مسلک کې نرسي ده، یعنې یوه نرسه ده.

لا یې ملیت انګلستانی دی.

له ویلیمسن سره د واده کیسه

مخکې له ۲۰۱۵ څخه کېن ویلیمسن او سارا په روغتون کې سره ولیدل.

ویلیمسن بیمار یا ناروغ و، چې روغتون ته ولاړ او هملته یې له سارا رحیم سره د مینې تارونه وغځېدل.

له ۲۰۱۵ راهیسې دواړه یو ځای ژوند تېروي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب