مارچ 8, 2021

کین ویلیمسن د لوبډلمشرانو د زیاتو منډو ریکارډ مات کړ

Advertisements

کین ویلیمسن چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې ټولو نړیوالو لوبډلمشري وستایله؛ نو دې سره یې د ټولو لوبډلمشران ریکارډ هم مات کړ.
د کین ویلیمسن په خفګان به د نړیوال جام په پایلوبه کې ډېری کرکټ مینوال خفه وي؛ ځکه نوموړی خورا با حوصله، د ښو اخلاقو څښتن لوبغاړی او لوبډلمشر دی.
د هغه تجربې ته د هندوستان او انګلستان لوبډلمشران ګوته په غاښ شول او ۲۴۲ منډو کې یې د نړۍ لومړۍ نمبر لوبډله راګېر کړه؛ خو انګلستان ترې په شین زور اتلولي یوړه.
د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ویرات کولي هم د کېن ویلیمسن لوبډلمشرۍ ته سلامي شو او په احترام ورته قایل شو.
کېن ویلیمسن چې په روان نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې لپاره د ملا تیر و، په رښتیا یې هم دا رول ادا کړ.
هغه د غوره لوبډلمشر په توګه د ټول نړیوال جام د غوره لوبغاړي جایزه واخېسته.
کېن ویلیمسن په نړیوالو پنځوس اوریزو جامونوکې د اېرون فېنچ، ریکي پونټېنګ او مهېلا جایاوردني ریکارډونه مات کړل.

جایاوردنی چې ۲۰۰۷ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د سریلانکایي لوبډلې لوبډلمشر و، په ټول نړیوال جام کې یې د لوبډلمشر په توګه زیاتې منډې کړې وې؛ هغه ټولې ۵۴۸ منډې کړې وې او دا ريکارډ تر اوسه ورسره و؛ خو کین ویلیمسن دا ریکارډ په ۲۰۱۹ م کال کې مات کړ؛ ویلیمسن د نیوزیلېنډ د لوبډلمشر په توګه ۵۶۹ منډې وکړې.
ریکي پونټېنګ چې په ۲۰۰۷ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام کې د اسټرالیایي لوبډلې لوبډلمشر و، د لوبډلمشر په توګه یې ۵۳۹ منډې کړې وې او جایاوردني پسې دوهم لوبډلمشر و، چې زیاتې منډې یې کړې وې، د ده ریکارډ ویلیمسن مات کړ او زیاتې منډې یې د لوبډلمشر په صفت وکړې.
اېرون فېنچ بل هغه لوبډلمشر دی، چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې یې ۵۰۷ منډې کړي دي.
کېن ویلیمسن د ټولو لوبډلمشرانو مخکې شو او د نوي زیلانډ لپاره یې نوې ریکارډ جوړ کړ؛ ګورو چې ویلیمسن په دغه ریکارډ تر کوم کال پاچاهي کوي.
 
 

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ