خواړه روغه سټه

د میوو او سبزیو د ساتلو ښې لارې چارې

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه او راټولونه: مریم شریفي

کرفس، گل کلم، لوبیا، کلم بروکلي، کرم، سور کرم، پالک، ګازرې او نور هغه سابه چې په سلاد کې ترې کار اخیستل کېږي، لکه سره بانجان، بادرنګ، کاهو، شنه پیاز، فرنګي توت، ګیلاس، سرې مېوې او نور باید په یخچال کې وساتل شي او ښه ده چې له ګټې اخیستې وروسته یې پر سر یوه پاکه تیکه واچوئ.

څېړونکو د مېوو او سبو ساتلو لپاره ګڼې څېړنې او خبرې کړې دي، څو په سم ډول وساتل شي، معدني مواد، ويټامین، اکسيدانونه او شته فیبر یې له منځه ولاړ نه شي.

دوی وايي، که غواړئ مېوې او سبزي مو خراب نه شي، نو هومره واخلئ چې د یوې اونۍ لپاره کافي وي، تر څو خپل ويټامینونه او معدني مواد له لاسه ور نه کړي.

بانجان، شین کدو او بادرنګ

دغه سبزي باید د سانتي ګراد په ۱۲ درجې هوا کې او له سرو بانجانو لرې وساتل شي.

مارچوبه: د دې لپاره چې مارچوبه خرابه نه شي، ښه ده چې په یوه نمجنه تکه کې یې تاو کړئ او په یخچال کې یې وساتئ.

کېلې په یخ ځای کې له مڼو او ناک څخه لرې وساتئ.

انناس، ام، املوک او انار بیا په لږ یخ ځای کې یا د یخچال په ټيټه خانه کې وساتئ.

ځینې مېوې او سبزي بیا داسې دي چې له خپل ټاکلي وخت څخه یې زیاتې په یخچال کې نه شو ساتلی باید مصرف شي، لکه پاڼې لرونکي سابه چې تر دوو ورځو زیات باید ونه ساتل شي.

پالک، کرم او ټوټه شوې مېوې له پنځو ورځو ډېر په یخچال کې مه ساتئ.

بادرنګ او سره بانجان تر دوو اونیو پورې په یخچال کې ساتلی شئ.

تور بانجان، کدو، فلفل او نورې نازکې سبزۍ له پنځو ورځو زیات باید په یخچال کې ونه ساتل شي.

ګلپي تر یوې اونۍ پورې په یخچال کې ساتلی شئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي