بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

مخکې له مخکې ځانونه بریالي و بولئ

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم شریفي

څېړنو ثباته کړې ده چې موږ هره ورځ دېرش زره ځله له ځان سره خبرې کوو. زموږ په ذهن کې تل مکالمه روانه وي. وایي هره ورځ هغه وعدې له ځان سره تکرار کړئ چې خدای پاک در سره کړې دي. تر څنګ یې هغه څه چې تکراروی تمرکز او فکر هم پرې وکړئ. کله چې تاسو دغه وعدې او موخې له ځان سره تکراروی او تمرکز پرې کوی، نو هغه ده چې په واقعیت هم بدلېږي. کله چې تاسو د یو څه په اړه اندېښمن وی او پر له پسې مو منفي خبرې ذهن ته راځي، هغه ده چې ورځنی ژوند به مو هم تریخ وي. که تاسو هر ورځ دکور پر ستونزو، مفلسۍ او نورو دې ته ورته مسایلو فکر وکړی، له اضطراب سره مخ کېږي او په پایله کې پر ژور خپګان یا سټرېس اخته کېږي. په ژوند کې زموږ د ګډوډیو اصلي لامل پر ګډو وډو او منفي افکار تمرکز او فکر کول دي. تاسو باید د خپل ذهن دروازه کنټرول کړی هغه چاته یې وازه کړي چې خوښه مو وي. کله چې منفي افکار ستاسو د ذهن دروازه در ټکوي، مه یې ورته پرانیزئ. په زغرده ورته و وایاست، نه مننه! زه تاسو ته د ننوتو اجازه نه درکوم. ورته و وایاست، زه غواړم هغه څه تکرار کړم چې مثبت وي او خدای پاک یې راته د رسېدو او لاسته راوړلو وعده راکړې ده.

نن سبا ستونزې او خپګانونه ډېر زیات دي. که د ډېر وخت لپاره تلوزیون، خبرونه او ټولنیزې شبکې وګورئ، له ژونده زړه توري کېږی. د توکو بیې، اقتصادي مسایل، بحراني حالات او دې ته ورته نور… په ځینو ورځپاڼو کې مې دا ډول ډېر عنوانونه لیدلي: د هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی!

ځینې کسان ټوله ورځ په خپل هېواد کې د روانو بدو حالاتو په اړه فکر کوي. له ځان سره وایي، له دې بدو شرایطو سره به مقابله وکړی شم؟ تر څه وخت پورې به پر دنده پاتې شم، ایا د تقاعد په پیسو به مې ګزاره وشي؟ کله چې په دې ډول وېرونکو افکار کې ډوبېږي هرو مرو به له وېرې او ژور خپګان سره مخ کېږی. زما د ورځپانو لوستل خوښېږي، خو هڅه کوم په منفي خبرونو ډېر تمرکز ونه کړم او هسې سر سري یې وګورم. یو ځای مې لوستي و چې سهار مو په ښو خبرونو پیل کړئ او تمرکز پرې وکړئ. که پوه شوی چې په ورځپاڼه کې په زړه پورې خبرونه نشته، هڅه وکړئ په یو ډول ځان ترې تېر کړی. ځکه که منفي خبرونه پکې وي، روح مو مسموموي. ددې پر ځای چې په ذهن کې مو بیا بیا منفي خبرونه تکرار شي، ښه ده چې په هغه څه تمرکز وکړی چې موخې ته په رسېدو کې در سره مرسته کوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي