فبروري 27, 2021

د سرطان د مخنیوي لپاره دا درې ټکي جدي ونیسئ!

  • ژباړه: نسیمه محمدي

که څه هم یو ځانګړی د سرطان ضد خوړنیز رژیم، چې بدن له سرطان وژغوري، نشته، خو د یوه متوازن خوړنیز رژیم په پام کې نیول چې د غلو دانو، مېوو، سبو لرونکی وي په اوږد مهاله کې په سرطان د اخته کېدو ګواښ لمنځه وړي.
په ورته وخت کې د زهرجنو موادو پر وړاندې د ځان ساتل، د استرس جوړوونکو شرایطو څخه لرېوالی، د سګرټ او الکولي موادو نه کارول، د سرطان څخه د مخنیوي په برخه کې مهم فکټورونه دي.
وړاندې ځینو اړینو بدلونونو ته اشاره کوو، چې د سرطان ضد خوړو سره مطابقت لري.

  • د زهري موادو څخه ډډه:

د آزادو رادیکالونو د اغېز په وړاندې د بدن ساتلو لپاره لومړی ګام، بدن ته د زهري موادو له داخلېدو مخنیوی کول دي، مثلاً هغه خواړه چې په پلاستیکي لوښي کې تاوده شوي دي، کولای شي د بدن د عصبي سیسټم د چارو او د بدن د داخلي غُدو د فعالیت د اختلال لامل شي.
همدارنګه د روغتیاپالانو له مشورې پرته د درملو په کارولو کې محتاط اوسئ او د ځیګر د زیانمن کېدو د مخنیوي لپاره یې له ډېر مصرفه ډډه وکړئ. سربېره پر دې د هغو خوړو او سبو څخه ګټه واخلئ، چې د بدن څخه د زهرو د دفع کولو خاصیت لري.

  • د سره شویو خوړو له خوړلو ډډه:

د آکریل آمېد ترکیب په سره شویو خوړو کې شکل نیسي او د دې کیمیاوي ترکیب په وړاندې د بدن مخ کېدل د سرطان ګواښ زیاتوي. په ضمن کې د نشایسته لرونکو او پروسس شويو خوړو څخه ځان ساتل د آکریل آمېد د خطر په وړاندې د خطر کچه کموي.

  • د تولید شویو او پروسس شویو محصولاتو څخه ډډه کول:

د قندي مواد لرونکو نوشابې، منجمد او ساړه خواړه، ناسالم سابه او ترکاري او دېته ورته نور تولید شوي خواړه که ډېر مصرف شي، روغتیا له خطر سره مخ کوي.
سربېره پر دې ځینې سینګار توکي او مواد د سرطاني موادو لرونکي دي. نو اړینه ده د شامپو او نورو نرموونکو موادو له اخیستلو وړاندې، موجود مواد کنترول شي. همدارنګه د کورنیو وينځوونکو موادو کارول، چې په سر پټو محیطونو کې د هوا د ککړتیا سره مرسته ونه کړي، توصیه کېږي.
سرچینه: yjc.ir

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ