مارچ 6, 2021

له کرونا د ژغورل کیدو لپاره دې ۱۶ ټکو ته پام وکړئ !

Advertisements

۱ـ خپل لاسونه د ۲۰ ثانیو لپاره څو ځلې په صابون او اوبو پرېمینځئ.
۲ـ که اوبه او صابون نه لرئ، نو هغه ضد عفوني چې الکول ولري ګټه ورڅخه واخلئ.
۳ـ کله چې نور وګړي ټوخېږي یا عطسه وهي خپل پزه او خوله بنده کړئ.
۴ـ له وحشی او اهلي حیواناتو سره په اړیکه کې مه اوسئ او ځان ترې وساتئ.
۵ـ کوم کسان چې د انفولونزا ناروغۍ نښې لري، مه ور نږدې کېږئ.
۶ـ هغه وګړي چې د کومې ناروغۍ نښې لري، په یو متري کې لرې ګرځېدل ترې اړین دي.
۷ـ کله چې مو د یو دستمال څخه ګټه واخیستله هغه په کچره دانۍ کې واچوئ.
۸ـ هغه شیان څخه چې ډېر یې کاروئ، ښه ده چې ضد عفوني یې کړئ.
۹ـ ترڅو چې مو لاسونه نه وي پرېمینځلي خپلې سترګې او ځان مه لمس کوئ.
۱۰ـ یو بار مصرفه دستکشې تل له ځان سره ولرئ.
۱۱ـ څوک چې ناروغه وي د نیږدې څخه ورسره اړیکه مه نیسئ.
۱۲ـ له ډوډۍ خوړلو څخه مخکې خپل لاسونه پرېمینځئ.
۱۳ـ کله چې ناروغه یاست کور کې پاتې شئ.
۱۴ـ د غوښې او د چرګې له هګۍ خوړلو څخه ځان وساتئ.
۱۵: خپل شخصي لوښي پاک او له له نورو څخه جلا وساتئ.
۱۶ـ په کوم ځای کې چې بیروبار وي له ماسک څخه ګټه واخلئ او د مخ مچولو یا لاس ورکولو څخه پرهېز وکړئ.
تر اوسه هېڅ داسې واکسین د دې ویروس لپاره نشته، نو له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لپاره همدا لومړنۍ لارې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ