خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

کیله؛ حیرانوونکې ګټې یې

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

کیله د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري چې له هغو یې د روان روغتیا، انرژي او دفاعي سیستم سره مرسته، د کمخونۍ مخنیوی، د معده د زخم مخنیوی د سهارنیو ناروغیو تسکین او همدارنګه له شکر ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.

په هر ۱۰۰ ګرامه کیله کې په لاندې کچه معدني مواد شته:

  • انرژي ۱۰۰ کالوري، ۷۰ ګرامه اوبه، ۸ ګرامه پروتین، ۲ ګرامه غوړ، ۸ میلي ګرامه کلسیم، ۲۵ میلي ګرامه فاسفر، ۷ میلي ګرامه اوسپنه، ۱ میلي ګرامه سدیم، ۳۷۰ میلي ګرامه پتاشیم، ویټامین بې ۱ پنځه میلي ګرامه، بې دوه ۶ میلي ګرامه، بې درۍ ۷ میلي ګرامه او ویټامین سي ۱۰ میلي ګرامه.

کیله؛ ګټوره مېوه ده.

کیله په ژور خپګان غلبه کوي او د ځانګړو موادو پر درلودو د خوښۍ لامل کېږي. کیله د پتاشیم ښه منبع ده او داسې مُغذي مواد لري چې مغز ته د آکسیجن د انتقال دنده لري. همدارنګه مرسته کوي چې خپل ذهن هوښیار وساتئ. سربیره پر دې کیله د پارکیسون او آلزایمر ناروغیو په مخنیوي کې ډیر رول لري.

کیله د روغ زړه د درلودو لپاره ښه مېوه ده. څېړنو جوته کړې په کیله کې موجوده پتاشیم د زړه ضربان منظم ساتي. کیله د ډېر فیبر لرونکې ده چې د کولمو د پاکولو مسوولیت لري، همدارنګه له اسهال سره مبارزه کوي.

کیله له ویټآمین سي آنتي آکسیدان او فیبر څخه ډکه ده او دا درې مادې په سیستم کې د انرژي تولید کوي د همدې لپاره هغه کسان چې ډېر ورزش کوي په خوراکي رژیم کې یې کیله حتمي ده، هغه نشایسته چې په کیله کې شته، د وینې قند په انرژي بدلوي.

څېړنو جوته کړې که غټان له کیلې څخه په خپل خوراکي رژیم کې ګته واخلي، د دژنراسیون ماکولا با عضلاتي انحطاط توسعه چې په سن پورې اړه لري تر ۳۶ سلنه کموي، دا ناروغي د بینایي د انحطاط له غټو لاملونو څخه په مسنه خلکو کې ده.

کلسیم د هډوکو د پیاوړي کېدو او سالمه ساتلو لپاره بسنه نه کوي او د دې کار لپاره له کلسیم څخه ډیرو شیانو ته اړتیا لرو. کیله ويټامین سي، ویټامین بي ۶ او پتاشیم لري، دا مُغذي مواد د کلکو او سالمه هډوکو د درلودو لپاره اړین دي.

د جاپانیانو د څېړنو پر بنسټ پوره پخه کیله چې تور خالونه ولري داسې مواد لري چې له سرطان سره مبارزه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ