Advertisements
افغانستان سرسکالو سوله سیاست له نړۍ مخکښان

په کندهار کي د منظور پښتین په ملاتړ احتجاج! دوی څه غواړي؟

له هغه وروسته چي د پښتون ژغورني غورځنګ یا PTM مشر منظور احمد پښتین د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول سو، ورسره سم په لراوبر کي د پښتنو غبرګونونه راپورته سول.

له همدې امله نن د هیواد په سیاسي زړه کندهار کي هم د یو سولییز لاریون پر مهال کندهاریانو له پاکستاني حکومته وغوښتل چي منظور پښتین بیرته آزاد کړي.

دوی د پاکستانۍ ادارې پر وړاندي تندي نیوکي وکړې او ددې ادارې ظلمونه یې د پښتنو پر وړاندي سخت وغندل.

دوی پر نړیوالو ږغ وکړ، چي د پښتین په ازادېدو کي دي پر پاکستان فشار راوړل سي او همداراز دي ددې ادارې ظلمونه ختم سي.

په ورته وخت کي د بخښني نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتلي چي منظور پښتین بیرته آزاد کړي.

د پښتین په ملاتړ د هیواد په ختیځو ولایتونو او د کرښي ها غاړي خیبر پښتونخوا کي هم د پښتنو لوی احتجاجونه پیل سوي.

په کابل کي بیا د پارلمان هلمندۍ وکیلي شګوفې نورزۍ د پاکستان سفارت مخي ته خېمه وهلې او ویلي چي د سفارت مخ به تر هغه بند وي، تر څو منظور پښتین بیرته آزاد کیږي.

بل اړخ ته بیا افغان ولسمشر، د دولت جوړونکي ټیم لومړۍ مرستیال امرالله صالح، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان سیاسینو هم د منظور پښتین په ملاتړ ټویټونه کړي او د هغه آزادېدل یې غوښتي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.

تبصره مو ولیکئ

2 تبصرې

  • فضلی وروره ستا خوږ لیکلی رپورټ می ولوست، مننه استعداد مو د ستائنی وړ دی
    خو یوه د ورورۍ مشوره
    په کوم سماوار یا کوڅه یا باغ کی د انډیوالانو سره د بانډار په ترڅ کی کولای سې ووائې یا ولیکی
    د هیواد سیاسی زړه کندهار
    امّا
    په عمومی رسنۍ کی ددې جملې کاروَنه د منفی احساساتو د تحریک او هڅَوَنی لامل او همدارنګه یو ډول ملی ګوستأخی ګڼل کیږی
    د هیواد هره لوېشت سیاسی زړه بلل کیږی نه یوازی کندهار
    البته د رسمی تشکیلاتی سیسټم له نظره طبعاً د کابل ښار د هیواد سیاسی مرکز پېژندل کیږی