کټرینا کیف له رنبیر کپور سره د اړیکو په ختمولو خپله چوپتیا ماته کړه

د هندي سینما مشهور فلم ستورې او لوبغاړې کټرینا کیف د خپل پخواني ملګري او فلم ستوري رنبیر کپور سره د اړیکو په ختمولو غږېدلې.
سره له دې چې د کټرینا کیف او د رنبیر د اړیکو د قطعه کېدو زیات وخت کیږي خو نوموړې تر اوسه د کپور په خپلو اړیکو خاموشه او دا لومړی ځل دي چې د نوموړي سره په خپلو اړیکو خاموشي ماته کړه.
ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو له قوله لیکلي، کټرینا کیف په یوه مرکه کې ویلي چې رنبیر کپور سره د نژدې اړیکو له ختمولو وروسته زه چپ وم او په خبره یې کله یې هم نه غوښتل چې د دغه اړیکو په اړه خبرې وکړي.
د دې په خبره ځکه یې پرېکړه کړې چې هر څه مېډیا په مخکې ووایې، چې په خبره یې رسنۍ او خلک یې د دې او رنبیر په اړیکو کې پوره دلچسپي لري.
د هندي سینما دغې ښکلې فلم ستورې زیاته کړې؛ دغه پوښتنه ورسره د سیوري په شکل ګرځي، په خبره یې چې د بیا بیا پوښتنې کولو سربېره بیا هم خاموشه پاتې شوې.
نوموړې وایې دا ورته غوره ښکاره شوې وه چې دا خبره هېره کړي او ورته تسلیم شي.
کټرینا کیف ویلي، د رنبیر سره د اړیکو ختمول یې د ژوند ترخه او سخته تجربه وه، د دې په خبره کله چې دا د دغه سخت حالت څخه راووته نو ورته کیسه یې له خور سره تکرار شوه نو په خبره یې پوه شوه چې ژوند د نورو لپاره یو خلاص کتاب دی.
کیف زیاته کړې چې د خور او د دې د اړیکې پریکون یې نیا زیاته خفه کړې وه، د دې په خبره ترې وروسته یې په مطالعه کې د سکون اخیستو پلټنه پيل کړه.

خو په اخره کې یې ویلي چې اوسه هیڅ پښېمانه او خفه نه ده او د دې ترخې تجربې په اخیستلو لا قوي شوې ده.
دې اداکارې ویلي چې دوستانو یې په سختو حالتو کې ملاتړ کړی.
د یادولو ده چې اوس د فلم هیرو رنبیر کپور د ځوانې او ښکلې فلم ستورې عالیه بهټ سره د یارانې تارونه غځولي او ان اوس یې د واده خبرې هم کیږي خو بل لور ته د کټرینا کیف د یارانې خبرونه په اوس وخت کې بیخې نه خپریږي، چې داسې معلومیږي اوسمهال یې بل تازه یار نه دی موندلی.