ځوانان او زده کړې ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي طبیعت کلتور او هنر

د ویجاړې شوې کښتۍ ټائیټانک د کشف تر شا راز

لیکنه: مهر تاج
راټولونه او ژباړه:  مهر تاج

د سمندر په څنډه کې د ویجاړې شوې ټائیټانک کښتۍ کشف، کومه لاسته‌راوړنه نه وه، بلکې په ناڅاپي ډول د ډوبو شويو اټومي مرمیو په لټه کې اتفاقاً موندل شوې ده.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پخواني قوماندان او ساینس‌پوه (د ټائیټانک کښتۍ کشف کوونکي) له حقیقته پرده پورته کړې: د سمندر له لاندینۍ برخې څخه د ټایټانک د ویجاړې کښتۍ کشف کول کومه ساینسي کارنامه نه وه، بلکې یوه ناڅاپي موندنه وه.

د متحده ایالاتو تلویزیون سره په مرکه کې، د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پخواني قوماندان «رابرټ بیلارډ» وویل، چې د متحده ایالاتو اردو د دوو اټومي مرمیو په لټه کې وه، چې په سمندر کې یې ویجاړه شوې ټايټانک کښتۍ وموندله، که څه هم ما نه غوښتل، چې نړۍ پدې حقیقت پوه شي.

ایا شمسي طوفان د ټای ټانک د ډوبیدو لامل کیدای شي؟

نوې څېړنې:

یوې نوې څیړې ادعا کړې، چې د نړۍ مشهورې کښتۍ ټایټانیک، چې ۱۰۸ کاله دمخه په اتلانټیکا بحر کې ډوبه شوې، د لمریز طوفان له امله غورځېدلی.

د بهرنیو رسنیو راپورونو په وینا، د اپریل ۱۴ او ۱۵ ترمنځ ۱۹۱۲ د شپې، د ټایټانک ډوبیدل د طوفان له امله رامنځته شوي، چې د کپتان د لارښود سیسټم یې ګډوډ کړی و.

د نوې څېړنې له مخې، شمسي طوفان په کښتۍ کې د کپتان، د لارښود سیسټم باندې تاثیر وکړ او کښتۍ له تیږو سره ټکر شوې.

میلا زینکووا، یو خپلواک څېړونکی او د متحده ایالاتو څخه د کمپیوټر متقاعد ساینس‌پوه وایي، چې د ۱۹۱۲ کال د اپریل په ۱۵ د ټایټانک د ډوبیدو په شپه د لمریز طوفان قوي شواهد شتون لري.

څېړونکي، په خپله څېړنه کې ویلي:

شمسي طوفان یو څه لرې شمال ته مقناطیسي کمپاس ولېږداوه، چې له امله یې د کپتان پیغامونه خپل منزل ته نه رسیده او د کښتۍ د ډوبیدو لامل شو.

دۀ دا هم ویلي، چې لمریز طوفان د ټائیټانک بې سیمه لیږدونې سیسټم کې مداخله کړې ، ممکن د کپتان د کړکیچ او نښې خپل منزل ته نه رسیدي، چې همدا د کښتۍ د ډوبیدو سبب شوي وي.

821757_8520149_titanic_updates.jpg

له دې وړاندې، د دې بدبخته کښتۍ په اړه بېلابېلو پلټنو ویلي، یاده کښتۍ، چې له برتانیا څخه متحده ایالاتو ته روانه وه. د واورې د ښویدو له امله ټکر شوې ، چې له امله یې یوه برخه ماته شوې او اوبو کښتۍ ته لار پیدا کړي، وروسته بیا کښتۍ دوه ټوټي او په څو ساعتونو کې په بحر کې ډوبه شوې.

د ټایټانک د ډوبیدو یوې بلې څېړنه کې دا ادعا هم شوې، چې د نړۍ ترټولو پیاوړې کښتۍ د ټایټانک د ډوبیدو لامل د واورې ښوېدل نه بلکه اور بلل شوی.

د یادوني وړ ده، چې د RMS ټائیټانک کښتۍ په خپل لومړي سفر کې په کال۱۹۱۲ کې له بریتانیا څخه متحده ایالاتو ته روانه وه ، چې د سیلاب له امله په شمالي اتلانتیک بحر کې ډوبه شوه، چې له ۱۵۰۰ څخه ډېرو مسافرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا پېښه د شلمې پیړۍ ترټولو وحشتناکه پېښه هم بلل کېږي.

په یاده پېښه جوړ شوې فلم په ټوله نړۍ کې له ۲ ملیارده ډالرو ډیر عاید ترلاسه کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ