کسوف؛ راتلونکې یکشنبه به لمر ټول کړۍ شکله ترنځه ونیسي

خبریال: فضل الله فضلي

نړیوالو رسنیو د امریکا د فضايي چارو ادارې ناسا د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چي راتلونکې یکشنبه د عیسوۍ جون میاشتې پر ۲۱مه نېټه، کسوف رامنځته کېږي.
کسوف د لمر او مځکې ترمنځ د سپوږمۍ واقع کېدل دي.

د راپورو نو له مخې د لمر د ترنځي نیولو وخت به مکمل پیل او پای ۶ ساعته او ۱۵ دقیقې وي او په دغه وخت کي به سپوږمۍ د مځکي او لمر ترمنځ تېره شي.
ناسا دې کسوف ته د کړۍ شکله ترنځي نوم ورکړئ دی، دا ځکه چي لمر به د کړۍ په شکل پټ سي او د لمر یوه څوکه به معلومېږي.
دا کسوف به د افریقا له مرکزي سیمو څخه پیل، سویلي عربي هېوادونه، پاکستان، شمالي هند او سویلي مرکزي چین به په بشپړ ډول ونیسي او پکي به توره شپه معلومېږي.

همداراز د یادو هېوادونو او سیمو پر شاخوا به لمر هم تر ډېره پوري پټ ښکاري.
بلخوا به د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کي هم لمر تر ډېره پوري پټ وي او د لمر یو لږ څوکه به معلومېږي.

په هېواد کي به د کسوف پیل د سهار له ۹:۱۵ دقیقو څخه تر ۱۰:۴۵ دقیقو پوري وي او اخیرنی ختم به یې د غرمې تر ۱۲:۲۵ دقیقو پوري وي.
په افغانستان کې به د لمر د ترنځي نیول د لاندي عکس په څېر وي

د ناسا د معلوماتو له مخي چي د دې میاشتي لمر به کړۍ شکله کسوف وي، خو د بل کسوف اټکل یې د روان عیسوي کال په ډیسبمر میاشت کې کړئ دی.
په معلوماتو کي راځي، چي د ډیسبمر پر ۱۴مه به بل کسوف یعنې د لمر ترنځي نیول به په بشپړ ډول وي او پر دې وخت به په ټوله نړۍ کي تکه توره شپه وي.
همداراز ناسا وايي چي د کسوف په وخت کي لمر ته باید په هیڅ صورت کي ونه کتل شي او ورته کتل ډېر زیات خطر ناک دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب