اپریل 17, 2021

کشمیر کې میشت پښتانه: مونږ خپل ټاټوبی (افغانستان) او پښتو نده هېره کړې، خو پښتو خطر کې بولو

سرچینه: بي بي سي

کشمیر یا د اسیا ناوې. صفت به یې ضرور هرچا اوریدلی وي؛ د شنو غرونو منځ کې زړه راښکوونکي ښکلا د جنتي مارغانو غږونه او د غرونو په ګریوانونو راراوني جرلوبۍ، چې د طبیعي شور د اوریدو او د لیدو ارمانجن یې هر انسان دی.

په کشمیر کې د پښتنو “لږکيو” د شتون په هکله به ډیرو کمو خلکو اوریدلي وي.

نن به د دوی په هکله تاسو ته معلومات وړاندې کړو.
د هندوستان تر ولکې لاندي سیمو کې د کشمیر د مرکز “سرینیګر” نه ٢٨ کیلومتره لیرې د “ګوډلی” باغ سیمه کې د پښتنو یو لوی کلی پروت دی. پدې کلې کې ١٢٥ کوره یا په زرګونو پښتانه میشت دي.

د غیر رسمي احصایو له مخې ٦٠ زره پښتانه په خواره، واره ډول په ټول کشمیر کې ژوند کوي.
دا پښتانه ډیر لسیزې مخته دغو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د کشمیر په دوه برخو کیدو او د هندوستان او پاکستان په جګړو کې دا “لږکي” د ډیر لوی زیان سره مخ او قرباني شوي ده.

د یادي سیمې اوسیدونکي وايې؛ د دغو اختلافاتو وروسته د پښتنو نه لرې پاتي شوي یوو، تګ راتګ مو هم ورسره شلیدلی دی.
که څه هم دوی په ماته کوډه پښتو ژبه خبرې کولي شي، خو د پښتو لیک او لوست نه کاملاً محروم پاتي شوي دي. دوی وایي؛ که څه هم په پښتو ژبه خبرې کولای شو، خو بیا هم خپله ژبه (پښتو) په خطر کې بولو. دلته پښتو ژبه یوازې په کورونو کې یوازې زموږ تر خپل منځي مفاهیمو پورې محدوده ده. حتا یو استاد نشته، چې په پښتو ژبه لیک لوست چاته ورزده کړي. له کورونو بهر په تعلیمي ځایونو کې ژبه کشمیري یا اردو ده.

دا پښتانه اوس مهال نه خیبر پښتونخوا ته تګ راتګ لري او نه هم لوی کور افغانستان ته.
د کلي یو تن اوسیدونکی وایې؛

 موږ خپل ټاټوبی (افغانستان) نه دی هېر کړی او نه مو ورسره مینه کمه شوې ده، کله چې په افغانستان کې جګړې او مرګ ژوبلې کېږي؛ موږ ورته سخت ځوریږو، په ژړغونې انداز زیاتوي، حتا په هغه په ورځ له خپګانه ډوډۍ هم نه خورو او دوی ته تل دعاګانې کوؤ.


د کلي ملک “ثناء الله یوسفزی” چې شاعر هم دی او کم زیات یوه لسیزه یې د هند حکومتي راډیو پښتو څانګې ته کار هم کړی دی، وايې؛ دا د شکر ځای دی، چې د انټرنیټ زمانه ده، اوس مهال د ټولنیزو رسنیو په برکت موږ د پښتنو له حاله او دودونو خبرېږو، کنه مخکې موږ ډېر لرې او وروسته پاتې شوي وو.

دا پښتانه د کشمیر د محلې حکومته هم دا غوښتنه لري؛ چې باید د کشمیر پوهنتون کې د دوی د پاره د پښتو ژبې څانګه پرانیزي، تر څو راتلونکي کې دوی وشي کړی خپله ژبه په میراث پریږدي.
ښاغلي یوسفزي د پښتو ژبې ژوندۍ پاتې کیدو یو دلیل د کشمیري پښتنو منځ کې د پښتنو خپل منځي ودونه بولي، او وايي، پښتو زموږ کورنو کې خوندي پاتې ده، خو رسمي دفاترو،کالج، پوهنتون، او میډیاؤ کې شتون نه لري، چې دا په کشمیر کې د پښتو ژبې د پاره لوی ګواښ دی.
یوسفزي زیاده کړه:

موږ د افغان سفارت نه په نوي ډهلي کې هم سخت ناراضه یو؛ موږ سره د پښتو ژبه په ژوندۍ ساتلو کې د زده کړي د موادو چمتو کولو او شرایطو برابرولو کې؛ افغان سفارت هېڅ ډول مرسته نه ده کړي. موږ هېڅ ډول پښتو درسي مواد ، کتابونه او نور د ژبې زده کړي اسبابو/ وسایلو ته لاس رسي نه لرو .

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي