بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

انتقام/ کسات اخیستل؛ ژوند بېخونده کوي

لیکنه: ملیحه ناصري

موږ د ټولنیز موجود په توګه کله ناکله د نورو انسانانو په څېر دا حسوو چې باید له ځینو خلکو د پلانۍ خبرې/کړنې لپاره یې انتقام/کسات واخلو. د ژوند د هر اړخ تر څنګ یې، ځينې یادونه انسان ځوروي، آن ژړوي یې. همدا د زړه ماتېدل د دې لامل کېږي چې موږ په ځلونو د یوه کس په اړه فکر وکړو، ناکردې یې رایادې کړو او په ځلونو خپلو ماغزو ته وریادوو چې یاره دغه کس مه هېروه، بد یې درسره کړي، باید انتقام ته مټې بډ وهې.

حال دا چې له رخې/کینې سره ژوند کول، د منحوسو څېرو نه هېرول، د ذهن له هېندارې څخه د هغوی د څېرو نه پیکه کول، زموږ ټول ژوند پیکه او بېخونده کولای شي. هغه کسان چې یو څوک لري چې باید انتقام ترې واخلي، هغوی تل غوسه‌ناک او قهرجن برېښي. تمرکز یې پر پرمختیا نه، بلکه پر داسې یوه موقع وي چې دوی ته دا وار ورکړي، څو پر خپل مدعي باندې برید وکړي.

انتقام اخیستل ورځنۍ چارې ګډوډوي. لومړیتوبونه له سړي پاتې کوي، د ژوند پر خوند انسان نه پوهېږي.

هر وخت چې څوک تاسو سره بدګڼه کوي، ځوروي مو، کاروبار مو زیانمنوي، دې ته پام کوئ چې د کسات په لټه کې نشئ؛ ځکه تاسو هغومره لنډ فکره کس نه یاست چې داسې چا سره ځان برابر کړئ چې خلکو ته تاوان رسوي. کله چې انسان په ذهن کې د هغه چا انځور راولي چې ده ته یې تاوان اړولای وي، مقابل لوری نه زیانمنېږي، دا پخپله زیانمن شوی کس دی چې د هغه د څېرې په روښانه کولو سره لا هم ځان ځوروي. تاسو هرومرو اورېدلي چې وسپنه تر هغو نه ورستېږي چې زنګ یې ونه وهي. انسان هم همداسې دی، تر څو یې د زړه کونج کې کینه ځای نشي، تر هغو روغ وي. هر کله چې د انتقام په لټه کې شي، زړه یې کرکجن شي، همغه وي چې ژوند یې زنګ وهي، ورستېږي/خوسا کېږي.

که داسې وګڼو چې مقابل کس تاسو ډېر ځورولي یاست او تاسو هرومرو باید کسات واخلئ، بیا ستاسو او د هغه کس تر منځ به توپیر په څه کې پاتې شي؟

انسان اړ نه دی چې د څو نادانه یا کمعقله کسانو د کړنو لپاره بېرته همغسې غبرګون وښيي.

په نړۍ کې دا خبره ډېره مشهوره ده: ( مخکې تر دې چې انتقام واخلئ، لومړی دوه قبرونه وکیندئ!). یانې انتقام د دوو وګړو/کورنیو د تباهۍ لامل کېږي. د انسان ټوله هڅه د ژوند خوندونو، معنوي لوړتیا، یوه دريځ ته رسېدل دي؛ نو ځکه باید تمرکز پر هغه څه وشي چې موږ دغو موخو ته رسوي، نه هغه څه چې زموږ لاسونو ته زولنې کېږي او د ژوند لوری پر ناسمه خوا کاږي.

که غواړئ چې ذهن مو ارامه وي، سکون ولرئ، خوښ واوسئ؛ نو هڅه وکړئ چې له هغو خلکو سره ځان برابر نه کړئ چې رواني ناروغان دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ