افغانستان سرسکالو سوله سیاست

حامد کرزی: د جګړې دوام پردۍ دسیسه ده، سوله زیانمنوي

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د افغانستان پخواني ولسمشر په یوه تازه اعلامیه کې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ بللې او دا یې د سولې پر وړاندې د دسیسې په توګه یاده کړې ده.

ښاغلي کرزي په غزني او میدان وردګ ولایتونو کې د ماین د چاودنې او د هاوان د لگېدو په ترڅ کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې ته دا غبرګون ښودلی دی.

هغه د خلکو پر شهادت او ټپي کیدو خواشیني ښودلې او دا کړنې یې غندلي دي.

د هغه په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي:

«د جگړې او نظامي عملیاتو دوام د افغانستان ستونزو ته د حل لار نه بلکې د هغو پردیو دسیسو دوام دی چې غواړي د سولې هڅې زیانمنې او تضعیف کړي.»

د هغه پر پاڼه زیاته شوې؛ حامد کرزی په جگړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چي په هېواد کې له وینې تویېدو لاس واخلي، د افغانانو د سر او مال ساتنې ته په کلکه پاملرنه وکړي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په هېواد کې د تل پاتې سولې او امنیت د ټینگښت لپاره کوټلي او اغېزمن گامونه اوچت کړي.

سوله، بندیان او اوربند

ښاغلی کرزی داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې وړمه ورځ د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او د سولې پر وړاندې خنډونه اچوي.

هغه د اوربند غوښتنه وکړه او د سولې لاره یې د تاتریخوالي بندول یاد کړل.

بل پلو طالبانو بیا ویلي چې له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې اوربند نه کوي او جګړه به دوام ولري.

په عین حال کې د بین الافغاني خبرو په اړه تر اوسه دقیقه نیټه نه ده معلومه، ویل شوي تر اوسه شا او خو ۴ زره او ۱۰۰ طالب بندیان خوشې شوي او پاتې کسانو په اړه حکومت ویلي چې یو شمیر هغه بندیان په کې شامل دي چې باید خوشې نه شي.

حکومت له طالبانو غوښتي چې ددې پرځای بل لیست ور وسپاري، که څه هم په دې اړه ښکاره څه نه دي ویل شوي، خو ځینو سرچینو ویلي چې د بندیانو تازه لیست افغان حکومت ته سپارل شوی دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ