بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

کار و بار؛ یو انساني فعالیت دی چې شتمنۍ آماده کوي

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

کار و بار ټولو هغو کارونو ته وايي چې د اجناسو او خدماتو په تولید او توزیع پورې اړه ولري.

بل ټول هغه فعالیتونه چې هدف یې د توکو او اجناسو په وسیله د ګټې لاسته راوړل وي، کاروبار بلل کېږي. ټول هغه تولیدي فعالیتونه، چې د هغې موخه د اجناسو او خدماتو په وجه د مفادو حاصلول وي، کاروبار بلل کېږي.

ټول هغه فعالیتونه او هڅې چې د شتمنۍ د پیدا کولو لپاره ترسره کېږي کار و بار بلل کېږي.

ټول هغه فعالیتونه چې بشري ټولنه د هغې په وسیله د ژوند اړتیاوې رفع کوي کاروبار بلل کېږي.

کار و بار هغه کړنو او فعالیتونو ته ویل کېږي چې موخه یې د ګټې لاسته راوړل وي، خو ګټه یې له مخکې ځانګړې شوي نه وي.

د نړۍ مشهور اقتصادپوهانو هم د کار و بار لپاره بېلابېل تعریفونه ویلي، چې ځینې یې دلته وایو:

L- H Haney له نظره: کار و بار له انساني فعالیتونو څخه عبارت دی چې د شتمني د اماده کولو لپاره د اخیستلو او خرڅلاو په ذریعې سره ترسره کېږي.

Urwick او Hunt له نظره: کار و بار له هغو فعالیتونو څخه عبارت دی چې اجناس او خدمات کوم چې د ټولنې غړي ورته ضرورت لري جوړوي او توزیع کوي او د ټولنې غړي د هغه اجناسو خواهش، اخیستلو او د هغه په مقابل کې د قېمت د تادیه کولو توانایي لري.

R.N.Owen له نظره: کار و بار د ټولو هغه تجارتي او صنعتي فعالیتونو څخه عبارت دی کوم چې د ګټې ترلاسه کولو لپاره خلکو ته اجناس او خدمات تهیه کوي. په عمومي ډول ویلی شو چې د مفادو د لاسته راوړلو لپاره هر ډول فعالیت اختیارول کاروبار بلل کېږي.

خو دا خبرې باید په یاد ولرو چې کار و بار کې د انسان یوازې هغه فعالیتونه شاملېږي چې د اخلاقي او قانوني غوښتنو سره سمون ولري. همدارنګه د ممنوع اجناسو کاروبار، لکه قاچاق د اجناسو ذخیره کول او داسې نور په کاروبار کې نه شاملېږي او په ټولنیز ډول سره کار و بار د ځینې موخو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي.

ګټه: ټول کار و بارونه چې ترسره کېږي د هغوی لومړنۍ او اساسي موخه د مفادو ترلاسه کول دي، کوم کاروبار کې چې ګټه نه وي هغه څوک نه ترسره کوي ګټه ده چې د فعالیتونو د پراختیا د تشویق سبب ګرځي او بشري ټولنه کار و بار ته هڅوي.

د کار پیدا کول او د بېکاري مخنیوی: د کاروبار دویمه اساسي موخه د کار لپاره زمینه برابرول او د بېکاري مخنیوی کول دي، ځکه د کاروبار پیل کولو سره نه یوازې سرمایه دار یا د کاروبار څښتن ته کار پیدا کېږي، بلکې له دې څخه نورو خلکو ته هم د کار موقع برابرېږي.

د پانګې اچونې لپاره زمینه برابرول: د کاروبار درېیمه موخه په یو هېواد کې د پانګونې زیاتوالی دی چې د پانګې اچونې لپاره موقع او فرصتونه برابروي دا د کاروبار په وسیله خلکو ته د خپلو جمع شویو پیسو لپاره د پانګه اچونې لپاره موقع هم برابریږي.
د ټولنې لپاره د خدماتو برابرول: دا هم اساسي موخه ګڼل کیږي چې د کاروبار په وسیله د اجناسو تولید او د هغې توزیع صورت نیسي، یعنې کله چې د کاروبار مالک د غوره معیار جنس تولید کړي او هغه په مصرف کوونکو باندې وپلوري؛ نو هغه د ګټې د حاصلولو نه علاوه په حقیقت کې په غیر مستقیم ډول د ټولنې لپاره غوره خدمت ترسره کوي.

اقتصادي پرمختګ: په یوه هېواد کې د کاروبار د پیل سره سم اقتصادي پرمختګ هم رامنځته کېږي او هېواد ورسره په اقتصادي لحاظ پیاوړی کېږي، چې داسې کاروبارونه عموما د خلکو د سرمایې په واسطه چلېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ