مارچ 2, 2021

رسنۍ: سنجي لیلا بهنسالي د کرینه کپور سپکاوی کړی

رپوټونه وایي، د هندوستان په دودیزو مراسمو دیوالي کې د هندۍ سېنما مشهورې ستورې کرینه کپور ته د فلم د لارښود لخوا سپکاوی شوی.
هندۍ رسنۍ وایي، له فلمې لوبغاړې خواشینی او د بالیووډ د نوموتو فلم لارښودو په نوملړ کې مخکښ سنجی لیلا بهنسالي د دیوالي په مراسمو کې پر کیرینه کپور خيال نه دی راوړی او سپکاوی یې ورته کړی.
په دې خبره ټول بالیوډ او دفلم مینوال خبر دی چې په سپر هټ فلم (رام لیلا) کې سنجي لیلا بهنسالی غوښتل چې د ډپیکا پډوکون ځای کرینه کپور ته ورکړي او د مرکزي کردار لپاره لومړی کرینه کپور غوره شوې وه، خو وروسته کرینه کپور په دغه فلم کې خپل کار کول ونه منل نو ځکه د فلم لارښود اړ شو تر څو پر ځای بل څوک انتخاب کړي.
هماغه چې بهنسالي بیا ډپيکا پډوکون د دغه فلم لپاره غوره کړه او له هماغه وخت دغه مشهور فلم لارښود د کرینه کپور څخه خفه دی.
هندۍ رسنۍ وایي، په اوس وخت کې سنجي لیلا بهنسالي او کرینه کپور د دیوالي د مېلې د مراسم په جریان کې له یو بل مخ شوي، خو کله چې کرینه کپور غوښتل بهنسالي ته مبارکي ورکړي، نو بهنسالي نه یوازې دا چې د دیوالي د میلې مبارکې یې نه ده منلې بلکې په هغې خیال نه دی راوړی او د هغې پر ځای ځان د نورو خلکو سره مصروف کړی.
همدا لامل دی چې اوس کرینه کپور په دغه خبره سخته خواشنينې ده او دا کار د خپل ځان سپکاوی ګڼي.
رسنۍ وایي، د رام لیلا فلم وروسته چې کرینه کپور په کې له کار کولو انکار وکړ بهنسالي یو ځل بیا غوښتل تر څو په خپل یو بل فلم کې کرینه کپور ته چانس ورکړي مګر هغې یوځل بیا د سنجي بهنسالي پر ځای د هندوستانۍ سېنما یو بل مشهور لارښود کرن جوهر فلم غوره کړ.
په دې کار سره د دغه فلم لارښود خواشیني او غوسه لا ډېر شوه او خپل زړه یې د نورو خلکو وړاندې پر کرینه کپور یخ کړ.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ