کرینه کپور د (عورت کیا چاهتی هی) خپرونې دویم پړاو په خپل کوربتوب پيلوي

د هندي سینما ښکلې فلم ستورې کرینه کپور په انډیا کې راډیوي چینل سره خپلې خپرونې (عورت کیا چاهتی هی) دوهم پړاو په خپل کوربتوب پیلوي.
کرینه کپور عشق راډیو ۱۰۴.۸ په څپو خپرونې کوي، په لومړي پړاو دغه خپرونه کې یې چې د مېرمنو اړوند وه، کامیابې خپرونې وروسته اوس دا دویم پړاو خپرونو کې هم مشهورې مېرمنې دعوت کوي او پر ځينو موضوعاتو ورسره خبرې کوي.
هندي ورځپاڼه ټایمز اف انډیا د خبر له مخې کرینه کپور به په دغه پروګرام کې نه یوازې پياوړې مېرمنې خپرونې ته غواړي بلکې داسې نارینه به هم مېلمانه کوي چې په خپلو مسلکونو او برخو کې یې لاسته راوړنې لرلي وي.
تر دې وړاندې یوازې په دغه خپرونه کې یوازې مېرمنې دعوت کېدلې او خبرې اترې ورسره کېدې.
د انډیا ټوډی د ورځپاڼې د رپوټ له مخې کرینه کپورد خپرونې لومړی مېلمه د نوموړی خاوند سیف علي خان دی دی.
په تېر سیزن کې سیف علي خان خپرونې ته ټیلفون کې کړی وه او ویلي یې وه چې د اولاد له پيدايښت وروسته څنګه خپلې مېرمنې خوشحاله ساتلي شي.
کرینه کپور ورته په ځواب کې ویلي وه چې سیفو دا چې تا په راډیو کې دا پوښتنه وکړه نو ځواب یې ضرور ورکوم او هغه دا چې فکر کوي چې که خاوند د مېرمنې سره مرسته وکړه نو مېرمن به یې خوشحاله اوسي.
دغه خپرونه د راډیو عشق یوټیوب چینل څخه هم خپریږي او پر رډیو د جمعې په شپه له ۸ ته ۱۰ بجو خپریږي.