د هندوستانۍ سېنما ښکلې او مشهورې فلمې ستورې او بالیوډ کشرې خان سیف علي خان مېرمنې کرینه کپور سیاسي ډګر ته د راتلو په تړاؤ خپل دریځ روښانه کړ او ډېرو مینوالو تلوسې یې ختمې کړې.
له یو څه مودې راهیسې په هندوستان کې د کرینه کپور د سیاسي کېدو او سیاست ته د نوموړې د راتلو خبرې کیږي.
د هندوستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، کرینه کپور د سیاست نړۍ ته خپل راتګ رد کړی او دا یې هسې اوازې بللي.
نوموړي ویلي چې کومې ډلې یا ګوند ورته په راتلوونکو ټاکنو کې د هغوی سره د یوځای کېدو بلنه نه ده ورکړې او په خبره یې اوس مهال یې خپل ټول فکر په فلمونو او خپل کار متمرکز دی.
د ځینو رپوټونو له مخې، د هندوستان یو ایالات مدهیه پردیش د یوه ښار بهوپال سره اړيکه لرونکي کانګریس لارښود د ګوند مشر راهول ګاندي ته یو خط لیکلی چې په دغه خط کې یې نوموړي خپل مشر ته داسې باور ښکاره کړی چې د دغه اداکارې پر مټ کولی شي په بهوپال ښار کې خپل سیال ګوند بي جي پي ته ماته ورکړي.
په خط کې لیکل شوي چې د همدې لپاره هڅه داده چې کرینه کپور راتلوونکو ټاکنو لپاره کاندیده شي.
هاخوا:
ویل کیږي چې د کانګریس لارښود د مدهیه پردیش د اعلی وزیر سره هم لیدنې لپاره وخت اخیستی چې په کې نوموړي د دغه ښکلې اداکارې لپاره د ټکټ د اخیستو په موخه چمتووالی ونیسي.
د یادولو ده چې د کرینه کپور خسر او د سیف علي خان پلار او هندوستان پخوانی کرکټ منصور علی خان پټودي هم په کال ۱۹۹۱ کال کې د بهوپال ښار په شویو ټاکنو کې برخه اخیستې وه.