سپورټ کرکټ وزش او تمرین

کریم صادق؛ د زیمبابې خلاف یوه لوبه کې چانس ورکول کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې کریم صادق به خپله وروستۍ لوبه د زیمبابې خلاف ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي پرون چهارشنبه په یوې خبري ناسته کې د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ، د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ، کابل کې د جوړېدونکي نړیوال لوبغالي، په کرکټ بورډ کې اصلاحاتو رامنځ ته کولو او وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

هغه د یاد مهمو مسایلو ترڅنګ د افغان کرکټ ملې لوبډلې له پخواني لوبغاړي کریم صادق څخه مننه وکړه، چې له کرکټ څخه یې استعفاء اعلان کړه.

هغه وویل، چې د زیمبابې خلاف په یوې لوبه کې به کریم  صادق ته چانس ورکړل شي او له هغه وروسته به کریم صادق په رسمي ډول له ملې لوبډلې څخه ګوښه شي.

د زیمبابې او افغانستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د زیمبابې په کوربتوب روانه جولای میاشت ۵ شل اوریزه سیالۍ پلان شوي وې، خو د کورونا ویروس له امله ورځ تر بلې ځنډیږي.

که څه هم د یادو لوبو په اړه لا تراوسه رسمي نېټه نده معلومه، چې څه وخت به ترسره شي، خو زیمبابې او افغان کرکټ بورډونه ورته هیله مند دي.

ښاغلی صادق چې شل کاله په کرکټ کې بوخت و، له ۲۰۰۰م  څخه تر دې دمه له لوبډلې سره وخت ناوخت مل پاتې شوی دی.

دی له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۵م پورې په لوبډله کې اوپنر و او د الراونډر رول یې ادا کاوه، خو کله چې یې د بنګله‌دېش پر وړاندې یوه لوبه کې په یوه اوور کې ۱۸ منډې ورکړې، نو بیا یې لوبډله کې رول کمرنګه شو.

د کریم صادق د شهرت وخت

په ۲۰۰۹م کې افغان لوبډله ډيوژن یا پړاوي سیالیو کې د ګډون لپاره د سویلي افریقا مرکزي ښار جوهېنزبورګ ته ولاړه.

کریم صادق په دې لوبډله کې نږدې ټولو لوبو کې د اوپنر رول ادا کړ او نېدرلېنډ لوبډلې پر وړاندې یې یوه لوبه کې ۹۲ منډې وکړې.

دا مهال کریم خان صادق خورا چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه، نو د کریم صادق نوم د بهرنیو او کورنیو رسنیو له لارې په جار اخیستل کېده او صفتونه یې کېدل، خو د پاکستان یوې اردو ورځپاڼې لیکلي وو، چې افغان توپوهونکی کریم خان صادق د توپ اچوونکي پر وړاندې شاټ وهلو کې ناکام شو او له سلیزې وړاندې یې وېکټ له لاسه ورکړه.

غالباَ ۲۰۱۳ کې له ایرلېنډ سر شارجه لوبغالي د افغان لوبډلې شل اوریزه لوبلړۍ وه، چې ایرلېنډ یوه لوبه کې افغانستان ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړ.
کریم خان صادق او شهزاد محمدي پیل ته راغلل، صادق په ۱۶ توپونو ۳۲ منډې وکړې او لوبډلې ډېر چټک پیل یا سټارټ ورکړ. هغه لوبه افغان لوبډلې ډېره ژر وګټله.

کریم صادق او لوبې

نوموړی ۳۶ کاله عمر لري، په ۲۰۰۰م  کې ۱۶ کلن و چې په لوبډله کې شامل شو.

۲۴ یې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۴۷۵ منډې یې پکې کړي، لوړې منډې یې لېسټ آی لوبو کې ۱۱۴ ناسوځېدلې دي. دوه سلیزې لري.

په یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۹ څلوریزې او ۱۶ شپږیزې وهلې او ۶ یې کېچونه نیولي دي. په یو ورځنیو لوبو کې یې ۶ وېکټې ترلاسه کړي.

شل اوریزې لوبې

په ۳۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۳۸ منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۷۲ دي، یوه نیمه سلیزه یې وهلې ده. ۶۱ څلوریزې او لس یې شپږیزې وهلي دي. شپږ یې کیچونه هم ترلاسه کړي دي. شل اوریزو لوبو کې یې ټولې ۱۴ وېکټې اخیستي.

نوموړي د دې سربېره لېسټ آې او فرسټ کلاس لوبې هم کړي او د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ شپږیزه کې لوبېدلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ