فبروري 28, 2021

کریم صادق: پر رمضان جام له چاودنې وروسته مې کرکټ سره علاقه کمه شوه!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم خان صادق د (کریک ټرېکر) په نوم یوې ورزشي ویب پاڼې سره په مرکه کې وویل، کرکټ سره یې هغه وخت علاقه کمه شوه، چې د رمضان جام سیالیو په مهال کرکټ لوبغالې کې چاودنه وشوه.
دوه کلونه وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د کرکټ شپنۍ لوبه روانه وه، چي درې چاودنې پرلپسې وشوې او پکښي لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دې پيښې په داخلي او نړیواله کچه د کرکیټرانو پراخ غبرګونونه راوپارول.
کریم خان صادق چې په همغه شپه په لوبه بوخت وو.
هغه له کریک ټرېکر ویب پاڼې سره په تازه مرکه کې وویل، چې هغه یې د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه.
K
صادق زیاته کړه، چې له همغې ورځې یې له کرکیټ سره علاقه کمه شوې.
کریم خان صادق وویل:

«که رښتیا ووایم هغه مې د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه. موږ د ورځې روژه نیولې وه او د شپې مو کرکټ کاوه. کله چې لوبغالي کې ولاړ وم مخته مې چاودنه وشوه. ما خپله ټوله هڅه وکړه، چې د ټپيانو په درملنه او رسونه کې پوره همکاري وکړم. خو له هغې ورځې څخه مې له کرکیټ سره علاقه ډېره کمه شوې.»

کریم خان صادق د خپلې مرکې په وروستیو کې ویلې، چې هغه پېښه کې  یې د ژوند خواږه ملګري له لاسه ورکړل.
کریم خان صادق د افغان کرکټ ملې لوبډلي د وخت مخکښ توپوهونکی وو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر سره خبرې کړې

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې ... نور ولولئ