افغانستان سپورټ کرکټ وزش او تمرین

کریم صادق: که مو تخنیکي مشران لرلای، کرکټ مو پرمختګ کاوه!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، که مو تخنیکي مشران لرلای، نو د افغانستان کرکیټ ډېر پرمختګ کاوه.

کریم صادق د زن ټلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلې، چې د کرکټ په هر بخش کې نمګړتیاوې شته او د اصلاحاتو راوستلو لپاره د کرکټ بورډ اوسني مشران باید ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړه:

«د تخنیک له لحاظه اکثره مشران کمزوري وه، که مو تخنیکي مشران لرلای کرکټ مو زیات پرمختګ کاوه. اورو چې دا راغلی رییس شو، بیا واورو، چې دا راغلی رییس شو. د کرکټ بورډ په هر بخش کې نیمګړتیاوي شته.»

کریم خان صادق له زن ټلویزیون سره په یادي مرکه کې وویل، که تر استعفاء وروسته یې کرکټ بورډ په اداره کې په کار وګمارې د خپلو وړتیاوو ښوودلو په مټ به اصلاحات راولي.

هغه وایې د استعفاء ورکولو اصلې موخه یې داده تر څو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي، خو په وینا یې چې کرکټ بورډ ځوانانو ته توجع نه کوي او نه هم ورته کار شوی.

هغه په وروستیو کې د بورډ څخه هیله وکړه، چې کرکټ په برخه کې یې باید لاسته راوړنې وستایل شي.

کریم خان صادق څو ورځې مخکې د نړیوال کرکټ سره د مخې ښې اعلان وکړ.

ښاغلی صادق چې شل کاله په کرکټ کې بوخت و، له ۲۰۰۰م  څخه تر دې دمه له لوبډلې سره وخت ناوخت مل پاتې شوی دی.

دی له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۵م پورې په لوبډله کې اوپنر و او د الراونډر رول یې ادا کاوه، خو کله چې یې د بنګله‌دېش پر وړاندې یوه لوبه کې په یوه اوور کې ۱۸ منډې ورکړې، نو بیا یې لوبډله کې رول کمرنګه شو.

د کریم صادق د شهرت وخت

په ۲۰۰۹م کې افغان لوبډله ډيوژن یا پړاوي سیالیو کې د ګډون لپاره د سویلي افریقا مرکزي ښار جوهېنزبورګ ته ولاړه.

کریم صادق په دې لوبډله کې نږدې ټولو لوبو کې د اوپنر رول ادا کړ او نېدرلېنډ لوبډلې پر وړاندې یې یوه لوبه کې ۹۲ منډې وکړې.

دا مهال کریم خان صادق خورا چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه، نو د کریم صادق نوم د بهرنیو او کورنیو رسنیو له لارې په جار اخیستل کېده او صفتونه یې کېدل، خو د پاکستان یوې اردو ورځپاڼې لیکلي وو، چې افغان توپوهونکی کریم خان صادق د توپ اچوونکي پر وړاندې شاټ وهلو کې ناکام شو او له سلیزې وړاندې یې وېکټ له لاسه ورکړه.

غالباَ ۲۰۱۳ کې له ایرلېنډ سر شارجه لوبغالي د افغان لوبډلې شل اوریزه لوبلړۍ وه، چې ایرلېنډ یوه لوبه کې افغانستان ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړ.
کریم خان صادق او شهزاد محمدي پیل ته راغلل، صادق په ۱۶ توپونو ۳۲ منډې وکړې او لوبډلې ډېر چټک پیل یا سټارټ ورکړ. هغه لوبه افغان لوبډلې ډېره ژر وګټله.

کریم صادق او لوبې

نوموړی ۳۶ کاله عمر لري، په ۲۰۰۰م  کې ۱۶ کلن و چې په لوبډله کې شامل شو.

۲۴ یېیو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۴۷۵ منډې یې پکې کړي، لوړې منډې یې لېسټ آی لوبو کې ۱۱۴ ناسوځېدلې دي. دوه سلیزې لري.

په یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۹ څلوریزې او ۱۶ شپږیزې وهلې او ۶ یې کېچونه نیولي دي. په یو ورځنیو لوبو کې یې ۶ وېکټې ترلاسه کړي.

شل اوریزې لوبې

په ۳۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۳۸ منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۷۲ دي، یوه نیمه سلیزه یې وهلې ده. ۶۱ څلوریزې او لس یې شپږیزې وهلي دي. شپږ یې کیچونه هم ترلاسه کړي دي. شل اوریزو لوبو کې یې ټولې ۱۴ وېکټې اخیستي.

نوموړي د دې سربېره لېسټ آې او فرسټ کلاس لوبې هم کړي او د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ شپږیزه کې لوبېدلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ