اپریل 14, 2021

کریم صادق: د نړیوال جام په اړه به د راشد هیله ډېر ژر پوره شي!

Advertisements

د افغانستان کرکټ ملې لوبدلې پخواني لوبغاړي کریم خان صادق ویلې، د کرکټ نړیوال جام په اړه به د راشد ارمان ډېر ژر پوه شي.
کریم خان صادق پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلې، په راشدخان ارمان ویاړ کوو، چې پر ملې لوبډله او لوبغاړو د جام ګټلو باور لري.
هغه لیکلې:

«راشدخان ارمان دغه ارمان به ان شاء الله زر پوره شي، ستا په دغه باور چې په ځان او لوبډله یې لرې موږ ویاړو او موږ به ستا په واده کي خه مست مست اتڼونه کوو که ا الله کول هر څه ممکن دي.»

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپ اچونکي راشدخان ارمان ویلې، تر څو چې افغان کرکټ ملې لوبډلې نړیوال جام نه وي ګټلی واده نه کوي.
راشدخان له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

«تر څو چې افغان لوبډلې نړیوال جام نه وي ګټلي، نه هم واده او نه هم کوژده کوم.»


راشدخان په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ټول افغانان او لوبغاړي د نړیوال جام ګټلو هیله لري.
۲۱ کلن راشدخان ارمان په هیواد دننه او بهر یو پېژندل شوی نامتو توپ اچونکی دی.
هغه د افغان لوبډلې لپاره تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۶۸ یو ورځنۍ او ۴۱ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
راشدخان ټیسټ لوبو کې ۲۰ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ ویکټې او شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۷۹ ویکټې اخیستې دي.
د افغان لوبډلې ترڅنګ راشدخان ارمان په بنګله دېش، هندوستان، ویسټ انډيز، انګلستان، اسټرالیا او سویلي افریقا لیګونو کې لوبېدلی.
راشدخان ارمان د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې لومړي ځای لري او د نړۍ پر ټولو توپ اچونکو باچاهي کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ګاتم ګمبیر: راشدخان ورځ تر بلې په IPL کې ښه لوبیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې لوبډلې پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبیر د افغان لوبغاړي راشدخان په اړه جالیبې څرګندونې کړې.   ګاتم ګمبیر ... نور ولولئ