اپریل 20, 2021

د افغانستان او زیمبابې لوبې؛ د سریز غوره لوبغاړی کریم جنت وټاکل شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې زیمبابې کرکټ ملې لوبډلې ته د دریو شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې درې پر صفر ماتې ورکړه، چې د یادې لړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی کریم جنت وټاکل شو.

کریم جنت په یاده لړۍ کې د افغان کرکټ لوبډلې لپاره هم په توپوهنه او هم په توپ اچونه کې ښه وځلېد.

 

په دریو واړه لوبو کې د کریم جنت کارګردګي

 

لومړۍ لوبه

 

لومړۍ لوبه چې افغان کرکټ ملې لوبډلې پکې زیمبابې ته په ۴۸ منډو توپير ماته ورکړه او پکې کریم جنت هم توپوهنه او هم بیا توپ اچونه وکړه.

په یاده لوبه کې کریم جنت په ۲۲ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې.

ددې ترڅنګ یې بیا په توپ اچونه کې څلور اورونه وکړه، ۱۴ منډې یې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستلې.

 

دویمه لوبه

 

دویمه لوبه چې افغان کرکټ ملې لوبډلې پکې زیمبابې ته په ۴۵ منډو توپير ماته ورکړه، یوځلې بیا کریم جنت پکې هم توپوهنه او هم توپ اچونه وکړه.

دا ځلې جنت په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې، چې پکې ۳ څلوریزې او څلور بیا شپږېزې شاملې وې.

ددې ترڅنګ یې بیا په توپ اچونه کې درې اورونه وکړه، ۲۷ منډې یې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیستله.

 

درېیمه لوبه

 

درېیمه لوبه چې افغانستان زیمبابې ته پکې په ۴۷ منډو توپير ماته ورکړه، دا ځلې هم کریم جنت توپوهنه او هم توپ اچونه وکړه.

په توپوهنه کې جنت په ۱۴ توپونو ۲۱ منډې وکړې، چې دوې څلوریزې او یوه بیا شپږیزه شامله وه.

په توپ اچونه کې یې بیا څلور اورونه وکړه، ۳۴ منډې یې ورکړې او دوې ویکټې یې واخیستلې.

 

وروستي مطالب