کريم صادق : د کريکټ بورډ د غوراوي کمېټه له لوبغاړو ډالر او موټرونه غواړي

د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي د کريکټ پر اوسني حالت تبصره کړې.

کريم خان صادق پر خپلي فيسبوک پاڼي بابر اعظم او ويرات کوهلي ته په اشارې ليکلي چې د افغانستان کريکټ به هم اوس داسي توپوهونکي درلودلای خو د غوراوي کمېټه يې د مخته تګ مخه نيسي.

هغه د کريکټ پر روان وضعيت او تېر نړيوال جام باندې هم تبصره کړې چې موږ يې دلته بيله ايډيټه وړاندې کوو.

کريم خان صادق ليکي:

((بابر اعظم د ویرات کوهلی نه لومړی پوزیشن ونیولو په پنځوس اوریزه لوبو کی دغه دواړه لوبغاړی په سر کی د خپلو لوبډلو د نولس کلونو په لوبډله کی غوره شوی ول چی اوس د نړۍ په کرکټ راج کوی لس کاله د مخه مونږ هم دغسی بیټسمینان تیارولی شول خو بدبختانه چی ددغه ځای سلیکټرانو به چی یو کار کولو چی زه یی شاهد یم او تر اوسه یی هم کوی هغه دا وه چی کله به کوم لوبغاړی د هر پړاو نه راتیر شو او اخری پینځلس کسیزه لوبډله کی به انتخاب کیدلو نو زمونږ سلیکټر به ورنه د ډالرو او هم د یو عدد موټر غوښتنه کوله که خوښه دی وی چی لوبډله کی انتخاب شی نو دا کار به لازمی کوی کنه ځای دی نشته او بیا به لوبغاړی ته پکار دا وو چی شکایت وکړی هغوی به دغه ناروا عمل په سزا ورسوی خو داسی به یی نشو کولای تر څو خپل په میړانه وغواړی خو افسوس چس داسی یی ونکړل اخر کی ننه ددین شول نه سادین یواځی او یواځی یی د نولس کلنو یا یو جام او دوه جامه ولوبلو او لاړل ورک شول یو رحمان الله ګربز او بل ابراهیم ځدران لږه ګزاره کوی هغه هم د زمبابوی او ایرلنډ په وړاندی دوی یو به هم د سوینګ او یو سل او څلویښت سفیډ بالران وو نه لوبوی او دددی تاسو ټول شاهدان یاست او دغه مافیای کړی چی اوس هم بورډ کی شتون لری او په هماغو ځایونو مقرر دی او د غټو استعدادونو مخه یی نیولی که ددوۍ حکم منی هر څه یی کنه یی منی چی خوله کی اور هم وړی ندی اخلی

نوټ

دا حقیقت خبره ده چی کرکټ د سیاست ښکار شوی نه وایی اوس به مونږ یو نړیوال جام ګټلی وو او بورډ به مو په مالی لحاض نه ډیر شتمنه اداره وه او د افغانستان هغه ولایتونه چی هلته کرکټ ډیر مینوال لری لکه کابل ننګرهار او خوست به اوس د نړیوال میدانو څښتنان وو خو افسوس

چی مونږ پینځه نور راتلونکی کلونه هم ځایه کړی اوس به هر څه له سره کوو

دا ولی وشول چی کرکټ په افغانستان کی یو دم مشهور شو هر یو کس همدا غو ښتل چی زه لاړ شم بورډ کی مشر یا کارکونکی شم او مشهور شم چی خلک مو وپیژنی په الف ب نه وو خبر یواځی بورډ کی یو څو منافقین شتون لری د هغوۍ خبرو ته یی غوږ نیولو او د هغه منافقین یواځی شخصی غرضونه پکی لرل او معاش ته یی شپی سبا کولی او د وخت د بورډ مشرانو ته به هغه ډیر تجربه لرونکی ښکاریدل خو حقیقت کی هغه ټول خاینین ول

زمونږ د کرکټ بورډ اداره په ځای ددی چی مخکی لاړ وایی نور هم وروستو راوستل شوه او یواځی د فل میمبرشیف هغه سالانه بجټ یی په خپلو غټو معاشونو استیعمالولو چی تیرو پینځو کلنو کی هیڅ لاسته راوړنه نلری او دغه روپۍچی مصرفیږی هغه دی چی ملی لوبډلی زمونږ په شتون کی یی څلورو شل اوریزو نړیوال جامونو او دوه پنځوس اوریز نړیوال جام کی ګټلی او یا د نړیوال جام فیس ده د فیس روپۍ دی چی ملی لوبډلی ورته لار پیدا کړی وه او دوۍ بیدرغه مصرف کړی هغه هوښیاران وایی هندو ستړی خدای ناراصه

دویم نوټ

۲۰۱۹ نړیوال جام کی چی کومی خرابی لوبی وکړی هسی یو بهانه وه چی مونږ بی اتفاقه وو همدغه زمونږ د لوبډلی ټول زور وو چی لرلو یی یواځی د اسیای لوبډلو خلاف لږ د ګزاری لوبه یی ځکه وکړی چی هغوی هم انګلش کنډیشن کی د ښی لوبو کولو زرفیت نلرلو

اوس هم وخت ده چی څوک یوًچیلینج په هر فیلډ کی مخکی نشی وړلی باید په عزت سره سره استعفی ورکړی

بل او اخری نوټ

څومره نړیوال روزونکی چی دلته راغلی ده هر یو د لس زره ډالرو نه جیګ معاش وو د انظمام الحق نه سیوا نور ټول هسی راغلل او ښه پریمانه ډالر یی ځان سره یوړل او هیڅ یو بیټسمین هم راته تیار نکړو چی مونږ یی د ویرات او یا بابر سره پرتله کړو)).

وروستي مطالب