
لیکنه: سمیع الله درانی
کریم صادق چې شل کاله په کرکټ کې بوخت و، له ۲۰۰۰م څخه تر دې دمه له لوبډلې سره وخت ناوخت مل پاتې شوی دی.
دی له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۵م پورې په لوبډله کې اوپنر و او د الراونډر رول یې ادا کاوه، خو کله چې یې د بنګلهدېش پر وړاندې یوه لوبه کې په یوه اوور کې ۱۸ منډې ورکړې، نو بیا یې لوبډله کې رول کمرنګه شو.
د کریم صادق د شهرت وخت
په ۲۰۰۹م کې افغان لوبډله ډيوژن یا پړاوي سیالیو کې د ګډون لپاره د سویلي افریقا مرکزي ښار جوهېنزبورګ ته ولاړه.
کریم صادق په دې لوبډله کې نږدې ټولو لوبو کې د اوپنر رول ادا کړ او نېدرلېنډ لوبډلې پر وړاندې یې یوه لوبه کې ۹۲ منډې وکړې.
دا مهال کریم خان صادق خورا چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه، نو د کریم صادق نوم د بهرنیو او کورنیو رسنیو له لارې په جار اخیستل کېده او صفتونه یې کېدل، خو د پاکستان یوې اردو ورځپاڼې لیکلي وو، چې افغان توپوهونکی کریم خان صادق د توپ اچوونکي پر وړاندې شاټ وهلو کې ناکام شو او له سلیزې وړاندې یې وېکټ له لاسه ورکړه.
غالباَ ۲۰۱۳ کې له ایرلېنډ سر شارجه لوبغالي د افغان لوبډلې شل اوریزه لوبلړۍ وه، چې ایرلېنډ یوه لوبه کې افغانستان ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړ.
کریم خان صادق او شهزاد محمدي پیل ته راغلل، صادق په ۱۶ توپونو ۳۲ منډې وکړې او لوبډلې ډېر چټک پیل یا سټارټ ورکړ. هغه لوبه افغان لوبډلې ډېره ژر وګټله.
کریم صادق او لوبې
نوموړی ۳۶ کاله عمر لري، په ۲۰۰۰م کې ۱۶ کلن و چې په لوبډله کې شامل شو.
۲۴ یېیو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۴۷۵ منډې یې پکې کړي، لوړې منډې یې لېسټ آی لوبو کې ۱۱۴ ناسوځېدلې دي. دوه سلیزې لري.
په یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۹ څلوریزې او ۱۶ شپږیزې وهلې او ۶ یې کېچونه نیولي دي. په یو ورځنیو لوبو کې یې ۶ وېکټې ترلاسه کړي.
شل اوریزې لوبې
په ۳۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۳۸ منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۷۲ دي، یوه نیمه سلیزه یې وهلې ده. ۶۱ څلوریزې او لس یې شپږیزې وهلي دي. شپږ یې کیچونه هم ترلاسه کړي دي. شل اوریزو لوبو کې یې ټولې ۱۴ وېکټې اخیستي.
نوموړي د دې سربېره لېسټ آې او فرسټ کلاس لوبې هم کړي او د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ شپږیزه کې لوبېدلی دی.