کريم صادق وايي: عاطف مشعل د افغانستان کريکټ تباه کړ!

ليکنه: مدثر دعوت
د اصغر افغان لوبډلمشري نن سبا د ټولنيزو رسنيو تر ټولو توده موضوع ده.
کريکټران،سياسيون،عام خلک او رسنۍ تر ولسمشريزو انتخاباتو ډير د کريکټ بورډ پر وروستۍ پريکړي ږغيږي.
ګلبدين نائب د کريکټ بورډ دا اقدام چي اصغر يې يوځل بيا لوبډلمشر کړ ونه غندی، دا يې د بورډ صلاحيت وبولی خو ګواښ يې وکړ چي د اصغر په لوبډلمشرۍ کي دی او يو څو پر وطن مين لوبغاړي لوبي نه کوي.

ګلبدين نائب وويل چي په کريکټ کي يوه مافيايي او ميراثي کړۍ شتون لري چي ځان او کورنۍ ته تر بل هرچا لومړيتوب ورکوي.
د ګلبدين په خبره اصغر افغان،محمدنبي او راشدخان هغه کسان دي چي يوازي د ځان لپاره لوبيږي خو په کريکټ کي د ټولو بدبختيو سرچينه يې د کريکټ بورډ پخوانی رئيس او په پاکستان کي د افغانستان برحاله سفير عاطف مشعل ياد کړ.
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر او لوبغاړی کريم خان صادق چي اوسمهال قطر هيواد ته د ۱۰ اووريز ليګ لوبو لپاره تللی د ګلبدين نائب سره همږغی دی.
کريم صادق پر خپلي فيسبوک پاڼي ليکلي چي د عاطف مشعل په راتګ سره د افغانستان کريکټ ښه ورځ نده ليدلې.
د کريم صادق په وينا مخکي ټول لوبغاړي د يوې کورنۍ او وروڼو په څير وه خو اوس چي کله سره مخ کيږو د يو بل څخه مخ اړوو،خو که سياست نه وي موږ بيرته سره جوړيږو.
کريم صادق ليکي:
((رشتيا هم چې کله نه زموږ کرېکټ ته عاطف مشعل راغلى بيا نو زموږ کرېکټ ښه ورځ نده ليدلى، زموږ د لوبغاړو پخپل مينځ کې داسى مينه وه لکه د سکه ورونو خو نن چې موږ لوبغاړى پخپلو کې سره مخيږو يو له بله لار چپو، سياست دې زموږ کرېکټ ته نرازى کنه موږ لوبغاړى به بيا هم خپلو کې سره جوړ شو))

کريم صادق تر دې وړاندي هم د کريکټ بورډ اداره پدې تورنه کړې وه چي ځوان استعدادونو ته موقع نه ورکوي او ټول چارواکي د څو لوبغاړو او افرادو تر تاثر لاندي دي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ