سپورټ کرکټ

کریم صادق څلورم افغان بالر شو

سپورټ یاران

د کرکټ په لوبو کې شل اوریزه هغه دي چې توپوهونکی پکې هڅه کوي، چټکه لوبه وکړي او ژر، ژر منډې وکړي.

خو توپ اچوونکی بیا هڅه کوي، چې د خپل هنر او تجربې څخه په استفاده ښه توپ اچونه وکړي، خپلې لوبډلې ته ګټه ورسوي او خپل نوم هم وځلوي.

د شل اوریزو لوبو په لړ کې کریم صادق هم هغه توپ اچوونکی شو، چې د دوشنبې پر ورځ د سپټمبر په ۷ مه یې اووم پړاو شپږیزه لیګ کې غوره توپ اچونه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.

په شل اوریزو لوبو کې غوره توپ اچوونکي

د هندوستان ډیپک چهر په ۳ اعشاریه ۲ اورونوکې ۶ وېکټې اخیستې او ۷ منډې یې ورکړي دي.

اجېنتا مېنډس ۴ اورونوکې ۸ منډې ۶ وېکټې.

یوز وېندرا چهل ۴ اورونوکې ۲۵ منډې او ۶ وېکټې.

رنګېنا هرات ۳ اعشاریه ۳ اورونو کې ۳ منډې او ۵ وېکټې.

راشدخان ۲ اورونوکې ۳ منډې او ۵ وېکټې، ۲۰۱۷ کې د ایرلېنډ پر وړاندې.

اریګي د ارجنټاین توپ اچوونکي ۴ اورونوکې ۴ منډې ۵ وېکټې.

خِضر حیات د مالیزیا بالر ۲ اورونوکې ۴ منډې او ۵ وېکټې.

پاکستاني عمر ګل ۲ اعشاریه ۲ اورونوکې ۶ منډې او ۵ وېکټې.

ناندا د لوکزامبورګ لوبډلې لوبغاړی دی، چې ۲ اعشاریه ۳ اورونوکې یې ۶ منډې ورکړي او ۵ وېکټې یې اخېستې دي.

ملېنګا ۴ کې یې ۶ منډې او ۵ وېکټې.

هارډوس ویلجوین ۴ کې ۹ منډې او ۵ وېکټې.

کریم جنت ۴ اورونوکې ۱۱ منډې او ۵ وېکټې، د ویسټ انډیز خلاف دا توپ اچونه په ۲۰۱۹ کال کې وکړه.

د بنګله‌دېش الیاس سني ۴ اورونوکې ۱۳ منډې ۵ وېکټې.

سمیع الله شینواری ۴ اورونه ۱۳ منډې او ۵ وېکټې، ده د کینیا خلاف دا توپ اچونه په ۲۰۱۳ کال کې دا توپ اچونه کړې وه.

د یوګانډا موهوموزا په نامه توپ اچوونکي ۱۳ منډې ورکړې وې او ۵ وېکټې یې اخیستې وې.

عماد وسیم ۴ کې ۱۴ منډې او ۵ وېکټې.

ریوي رامپال ۴ اورونوکې ۱۵ منډې او ۵ وېکټې.

د پي اېن جي راوو ۵ وېکټې او ۱۵ منډې.

عامر کلیم د عمان څخه، هارون ارشد له هانکانګ څخه او پېرچارډ د جرسي لوبډلې هغه بالران دي، چې پنځه، پنځه وېکټې یې شل اوریزو لوبو کې اخیستي.

او کریم صادق هم د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۵ وېکټې په شپږیزه لیګ کې واخیستې.

کریم صادق د افغانستان په کچه څلورم بالر شو، چې له راشدخان، کریم جنت او سمیع الله شینواري وروسته غوره توپ اچونه کوي.

خو هغو په نړیوالو لوبو کې وېکټې اخیستې او کریم خان صادق بیا سوداګریز لیګ کې ترلاسه کړې.

rashid karim janat and samiullah shinwari.JPG

انځور: اتصالات

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ