کریم جنت د نیکولاس پوران د ریکارډ مخه ونیوله

سپینه تجريدي ډیزاین

د لس اوریز کرکټ په دوام ۱۱ مه لوبه کې نارترن ورېئرز او بنګله ټایګرز لوبډلې مخ شوې، په دې لوبه کې نارترن ورېئرز لوبډلې لومړی توپوهنه پیل کړه، که څه هم په دې لوبه کې اوپنر توپوهونکي لېنډل سېمونس خطرناکه لوبه پیل کړې وه او له نیکولاس پوران سره یې ملګرتیا غځوله، خو د کریم جنت پرې ملګرتیا ونه لورېده او لېنډل سېمونس یې د لوبې حساسو شېبوکې له مخې لرې کړ او په ۴۱ منډو یې وسوځاوه.
بیا هم دا مهال د نیکولاس پوران د شپږیزو باران جریان کې و او د چټکې سلیزې د ریکارډ پر لور روان و.
BT vs MA Dream11 Team Prediction Tips for Abu Dhabi T10 League Bangla Tigers vs Maratha Arabians, 30 January - India Fantasy
مجیب الرحمن خپل اور په هنر خلاص کړ او په دوه اورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړې.
قیس احمد هم په ۲ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې.
نیکولاس پوران چې ون ډاون راښکته شوی و، په ۸۹ منډو ولاړ او ۲۵ توپونه یې لوبولي وو.
دا مهال پوران ۱۲ شپږیزې او ۳ څلوریزې وهلې وې، چې د کریم جنت د اوور په پنځم توپ یې له مخې پورته کړ.
کریم جنت د خپل اوور په څلورم توپ اوپنر لېنډل سېمونس وسوځاوه او په پنځم توپ یې نیکولاس پوران له مخې پورته کړ.
هغه په هېټرېک و، چې بل ویسټ انډیزی فبېئن الېن راغی او په وروستي توپ یې یوه منډه جوړه کړه.
جنت په ۲ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او دوه مهمې وېکټې یې وغورځولې.

د نیکولاس پوران د ریکارډ مخنیوی

تر دې دمه په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو چټکه سلیزه په ۳۱ توپونو وهل شوې ده، چې لاچلان ایمز په نامه افریقایي لوبغاړي د ویسټ انډیز خلاف وهلې ده.
که چېرې نیکولاس پوران درې توپونه نور لوبولی وایي، نو خپله سلیزه یې وهله او د نړۍ په کچه یې د چټکې سلیزې ریکارډ جوړاوه، خو دغه ریکارډ یې د کریم جنت لخوا په اوبو لاهو شو.
5 Afghanistan players who might be picked in the IPL 2020 auction

په ۱۱ مه لوبه کې د افغان لوبغاړو لوبه

کریم جنت په توپ اچونه کې تر ټولو ښه وځلېد، مجیب الرحمن هم یوه وېکټ واخېسته او ۲۲ منډې یې ورکړې او قیس احمد هم یوه وېکټ ترلاسه کړه او ۳۸ منډې یې ورکړې.
نارترن ورېئرز لوبډلې په لس اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې کړې وې او ۱۶۵ منډې هدف یې بنګله ټایګرز ته ورکړ.
بنګله ټایګرز هم ښه توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په لس اورونو کې د ۳ وېکټو په نقصان سره د انډرې فلېچر د ۵۳ منډو او د چېراګ سوري د ۴۲ منډو په مرسته ۱۳۲ منډې وکړې او لوبه یې په ۳۰ منډو وبایلله.
له دې وړاندې لسمه لوبه کې نجیب الله ځدران او نوین الحق دې لوبه وګټله او د دروېش رسولي دې اړوند لوبډلې پونه ډیویلس لوبه وبایلله.
ورپسې دولسمه لوبه کې د شهزاد دې اړوند لوبډلې ډکن ګلېډېئټرز هم لوبه وبایلله او شاهد افریدي دې ماته ورکړه.

نیکولاس پوران

نوموړی په ۱۹۹۵ کال کې د ویسټ انډیز په ټرېنېډاډ سیمه کې زېږېدلی دی او سمهال ۲۵ کاله عمر لري.
په کیڼ لاس توپاني توپوهنه کوي او هر ډول بالر وهلی او ټکولی شي.
دی په ۲۰۱۶ کال کې شل اوریزو لوبو ته راغلی او لومړۍ لوبه یې په دوبۍ کې د پاکستان خلاف کړې ده.
وخت نا وخت په مشهورو لیګونو کې چټکه توپوهنه کوي او هسکې شپږیزې یې په زړه پورې دي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.