کریم بنزما له شپږو کلنو وروسته ملې لوبډلې ته وبلل شو

د فرانسې هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ریال ماډریډ فوټبال کلب نامتو بریدګر مسلمان لوبغاړی کریم بنزیما له شپږ کلن محرومیت وروسته یوځلي بیا د فرانسې فوټبال ملې لوبډلې ته وبلل شو.

د یورو کپ لپاره فرانسې خپله لوبډله اعلان کړه، چې پکې کریم بنزیما هم بلل سوی.

 

د فرانسې اعلان شوې لوبډله

 

ګول ساتونکي: لوریس، مایګان او مانداندا.

دفاع: دینیه، دوبویس، لوکاس هرناندز، تئو هرناندز، کیمپمبه، کونده، پاوارد، واران او زوما.

مرکزیان: کاماوینګا، کانته، پوګبا، رابیو، موسی سیسوکو او تولیسو.

بریدګران: بنزما، کومان، دمبله، ژیرو، ګریزماین، لمار، مارسیال او امباپه.

 

کریم بنزیما

 

کریم بنزیما په ۲۰۰۷م کال کې د فرانسې ملې لوبډلې ته د لومړي ځل لپاره ووبل سو، چې تر د ۲۰۱۵م کال پوري یې په یاده لوبډله کې لوبې وکړې.

خو له هغه وروسته د فرانسې د فوټبال ملې لوبډلې د روزونکي دیشام لخوا ملې لوبو ته نشو دعوت او پرځای یې نورو لوبغاړو ته چانس ورکړل شو.

خو اوس تازه دیشام د کریم بنزما د راتګ په اړه ویلي، چې د بنزیما سره مي وکتله او ډېري خبري مي ورسره وکړې، وروسته مو پرېکړه وکړه، تر څو هغه ملې لوبډلې ته دعوت کړو.

دیشام زیاته کړه، چي کریم بنزیما به د فرانسې ملې لوبډلې په ۱۱ کسیزه لوبډله شامل وي.

د فرانسې ملې لوبډله به روان د راتلونکې جون میاشتې په دویمه نېټه د ولز فوټبال ملې لوبډلې سره لوبه ترسره کړې، چې پکې بنزیما به تر شپږ کلونو وروسته په لومړي ځل په فرانسې ملې لوبډله کې ولوبیږي.

 

د کریم بنزیما کارنامه په فرانسې ملې لوبډله کې

 

کریم بنزیما د فرانسې په ملې لوبډله کې خپله لومړۍ لوبه د اُتریش پر وړاندې د ۲۰۰۷م کال د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه وکړه، چې پکې یو ګول پر صفر کریم فرانسې د کریم بنزیما په ګولوهنې سره اُتریش هیواد ته ماتې ورکړه.

بنزیما په فرانسې ملې لوبډله کې خپله وروستۍ لوبه د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر میاشتې په ۸مه نېټه د ارمنستان پر وړاندې وکړه، چې فرانسې په یاده لوبه کې ۴ ګولونه پر صفر ارمنستان ته ماتې ورکړه او پکې بنزیما دوه ګولونه ووهل او یو یې بیا د ګول پاس بل لوبغاړي ته ورکړ.

کریم بنزیما په ټولیزه توګه د فرانسې ملې لوبډلې لپاره ۸۱ لوبې وکړې، چې پکې ۲۷ یې ګولوهنې کړې او ۸ یې بیا د ګول پاسونه نورو لوبغاړو ته ورکړي.

 

 

وروستي مطالب