افغانستان اقتصاد ژوند بڼه

هلمند: نادعلي کې ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابریږي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.

د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د پروسس له لارې برابریږي.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د نادعلي په ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزله مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې روزل شوي دي، چې ډېر ژر به پر یادو مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس اړونده توکي هم ووېشل شي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.

سرچینه زیاتوي؛ کومې مېرمنې چې اوس په دې ولسوالۍ کې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابریږي، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.

دغه برنامه د کرنې ریاست اړوند د کورني اقتصاد پراختیا پروژې له لوري په لاره اچول شوې، چې تر ډېره بې وسه، ناداره او اړمنې کورنۍ پکي په پام کې نیول شوي دي.

باید وویل شي، چې موده مخکې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ کې هم ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوې وه.

یاد وزارت ویلي؛ د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د کورنیو باغچو وده او  پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ