افغانستان اقتصاد ژوند بڼه سرسکالو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: د کاریزونو د دودیز سیستم د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي

کاریز( د څښلو اوبو او اوبه خور لرغونی سیستم) له زرګونو کلونو راپه دېخوا د افغانستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې شتون لري. افغانستان په  ایران پسې دنړۍ دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات کاریزونه لري. عموما کاریزونه هغه سیمو کې کیندل شوي چې سطحي اوبه یې لږې وي او یا شتون نلري. ډېري کاریزونه په هوارو ساحو یا دغرو لمنو کې غزېدلي له همدې کبله ورته د دښتو رګونه هم وایي.

FAO نړیوالې ادارې، د ۲۰۰۴ کال د سروې له مخی د افغانستان ۱۹ ولایتونو کې ۹۳۷۰ کاریزونه پیژندل شوي چې ډېري یې د هیواد سهیل،سهیل لویدیځ او ځینو مرکزي ولایاتو کې شتون لري. ددغې سروې په اساس په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د ۹۳۷۰ کاریزونو څخه ۳۴۰۶ کارېزونه (۳۶ سلنه)په مکمل ډول له منځه تللي. د کاریزونو د وچېدو عمده لاملونه اقلیمي بدلون، اود تېرو څلورو لسیزو جنګونه دي. تر ټولو مهمه داده چې کاریزونه د افغانستان د ټولې کرنیزې ځمکې ۸٪خړوبوي.

د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د فضاء څخه اخیستل شوي انځور کې کاریزونه ښکاري

کارېزونه د حیاتي ارزښت ترڅنګ د کلتوري ارزښت له اړخه هم خورا مهم دي. د لرغون پوهانو لپاره د یو فرهنګي او تاریخي میراث په توګه کاریزونه په ځان کې ډېر څه لري. دغه تاریخي نښې د نسلونو تر منځ د رابط په توګه د انسانانو له طبیعت سره د کار د رموز تر څنګ د پخوانیو انسانانو عنعنات هم  انتقالوي. له دی جملی نه د کاریزونو پرسرد ښځینه وو د راټولېدو دود اوس هم په ډېرې کارېزونو کې ژوندی دی. دغه بنډارځای ته په محلي اصطلاح ګودر ویل کيږي. ګودرونه پښتني دودونو کې د مینې یو سمبول بلل کېږي.

د کاریزونو پورته اهمیت ته په کتو د ولسمشر د هدایت په اساس  د کاریزونو د بیا رغونی، تغذیه کولو او ساتلو او پاللو لپاره یوه کړن لاره جوړه شوه .ددغې کړنلارې په اساس د هیواد ټول کاریزونه باید د ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په پاییداره توګه ورغول شي. دا دنده د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت ته وسپارل شوه د همدې لپاره دیاد وزارت تر چتر لاندې د کاریزونو ډیپارټمنت رامنځته شو. دغه ډیپارټمنت د افغانستان په کچه د ټولو کاریزونو د بیا رغونې دنده پر غاړه لري.

لکه چې پوهیږو د مځکې لاندې اوبه د کاریز د اوبو له کچې سره تړلې دي، له همدې کبله د مځکی لاندې اوبو د بډاینې لپاره د کاریز پر سر کوچني بندونه یوه له ښو کړنو  ده تر څو باراني موسم کې د دغو کوچنيو بندونو اوبه زېرمه او مځکې ته نفوذ وکړي. ددې بندونو او نورو اغیزمنو کړنو له کبله به د کاریزنو اوبه ډیرې او دوام داره شي. د سېلابونو او د اوبو کمښت د کنترول لپاره د افغانستان دولت په  نظر کې لري چې د باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره کوچني او لوی بندونه جوړ کړي. دغه بندونه به د اوبو زېرمه کولو ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د اوبو لګولو لپاره په کار وړل کېږي. دیادونې وړ ده چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د یادو بندونو په جوړولو عملي کار پیل کړی.

برات خان بند چې د کاریزونو د مصنوعي تغذیې لپاره د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ کې جوړ شوی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت تر دې دمه کابل، ننګرهار، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، هرات، خوست، پکتیا،کونړ او لوګر ولایتونو کې ۱۱۳ کارېزونو له کلیوالو شورا ګانو سره قرارداد کړي چې له جملې څخه یې د ۵۲ کاریزونو کار تکمیل شوی او د پاتې نورو کار په سرعت سره جریان لري.  دغه ۱۱۳ کاریزونه چې مصرف یې ۳۳۶ میلیونه افغانیو ته رسېږي د ملي بودیجې څخه تمویل شوي. دې پروژې ۵۹۳۷ هکتاره ځمکه  د اوبو خور تر منظم  پوښښ لاندې راوستې او ۱۱۵۰۰ کورنیو لپاره يې د اوبو د تامینولو ترڅنګ ۲۰۷،۰۰۷ کاري ورځې هم رامنځ ته کړي.

زمبر کاریز چې پخوا یې په یوه ثانیه کې ۱۵ لیتره اوبه ورکولې د رغولو نه وروسته اوس په یو ثانیه کې ۱۹۰ لیټره اوبه ورکوي(خوست ولایت صبري یعقوبي ولسوالي)

لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ کاریز د بیا رغونې بهیر

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل