سپورټ کرکټ

شپږیزه کرکټ لیګ او د لوبډلو تمرینات

سپورټ یاران

د شپږیزې کرکټ لیګ لپاره شاوخوا یوه اونۍ کېږي، چې لوبډلو په کابل او د ننګرهار په غازي امان الله خان کې تمرینات جاري ساتلي دي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل چې نن د سه شنبې پر ورځ به هم تمرینات جاري او لوبډلې به د شپږیزې کرکټ لیګ لوبولو ته له پوره چمتووالي سره ولاړې.

راځو د سپن غر پړانګانو کرکټ لوبډلې ته

د سپین غر پړانګانو کرکټ لوبډله هم په تمریناتو بوخته ده، چې د اګسټ په دېرشمه نېټه یې تمریناتي شل اوریزه لوبه هم وکړه.

سپین غر کرکټ لوبډله کې کریم خان صادق، افتاب عالم، قېس احمد، شبیر نوري او ګڼ شمېر نور لوبغاړي لوبېږي.

په تمریناتي لوبه کې د کریم صادق اړوند سپین غر الف لوبډلې او د شبیرنوري سپن غر ب لوبډلې ولوبېدې.

چې د کریم خان صادق کرکټ لوبډله وتوانېده د بهیرشاه محبوب د ۵۷ منډو په مرسته ۱۸۳ منډې وکړي او د شبیرنوري کرکټ لوبډلې ته یې په ۳ منډو ماته ورکړه.

شپږیزه کرکټ لیګ ۵ ورځې وروسته په کابل کې د شپږ لوبډلو په ګډون پېلېږي.

اخوا د تېر کال اتلې لوبډلې مِس عېنک هم د شهزاد محمدي په شتون کې تمرینات ترسره کړل او لا یې دا لړۍ روانه ده.

د سږ او پروسږ کال شپږیزو کرکټ لیګونو ترمنځ توپیر

سږ د تېر په څېر نه دي، بلکې د لوبډلمشرانو په تغیریدلو سره لوبډلو ته هم یو ډول ځواک او کمزورتیا ورکړل شوه.

اصغر افغان، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، شاپور، شفق او رحمان الله ګربز د لوبډلمشرۍ برخه کې رد و بدل شوي دي.

شبیر نوري د سپن غر، رحمان الله ګربز د کابل، ګلبدین نایب د بُست ساتونکو، اصغر افغان د بند امیرښامارانو، شاپورځدران د مِس عېنک اتلانو او جاوید احمدي د امونهِنګانو لوبډلمشر دی؛ خو ویل کېږي، چې شبیر نوري د سپین غر لوبډلمشري کریم صادق ته پرېښوده.

درې لوبډلمشران نوي ټاکل شوي او درې یې زاړه دي؛ خو د درې لوبډلمشرانو ځایونه یې تغییر شوي دي.

بل ننداره کوونکي کم دي او د کورونا ویروس وېره هم ده.

22.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ