سینما او موسیقي

کرینه کپور ۳۹ کلنه شوه

دهندي سینما ښکلي ستورې کرینه کپور د خپل ژوند ۳۹ کلیزه هم ولمانځله، دغه فلم ستورې په بالیوډ کې په بیبو نوم باندې مشهوره ده.

د کرینه کپور په تړاو ویل کیږي چې په خپلو اولادونو خیال ساتونکې مور، مینه ناکه مېرمن او یوه استعداد لرونکې فلم لوبغاړې ده.

په دې ورځو کې د خپل نوي فلم په شوټینګ مصروفه ده، د یوې واقعي بڼه لرونکي د نڅا په ټلویزیوني پروګرام کې د فیصله کوونکې د مسؤلیت او بهر د فلم د شوټینګ د بوختیا سره سره کرینه کپور په خپله ماڼې کې د خپلو ملګرو او خپلوانو سره د کلیزې جشن ولمانځه.

که څه هم کرینه کپور په ټولنیزه رسنیو کې دومره فعاله نه ده خو مشرې خور یې کرشمه کپور یې یوه ویډیو خپره کړې چې په کې معلومیږي چې دغه ځانګړې ورځ یې کورنۍ په څه ډول سره لمانځلې.

د کرشمه کپور په دغه انځورونو او ویډیوګانو باندې ډېر وخت نه وه چې مینوالو یې پرې تبصرې شروع کړې، د ځينو مینوالو سربېره د بالیوډ ستورو هم ورته نیکې هیلې څرګندې کړې .

منیش ملهوترا لیکلي، مینه ناکې بیبو کلیزه دې مبارک شه.

دلجیت دوسانج د کرینه کپور سره د هغې په راتلونکي فلم (ګډ نیوز) ملګری دی لیکلي یې دي (ډېر ښکلی) ملکې کلیزه دې مبارک شه.

د بیبو د راتلونکې پروژې په تړاو داسې ویل کیږي چې نوموړې په فلم (انګریزې میډیم) کې د شوټینګ په شوټینګ بوخته ده او ویل کیږي نور بشپړ شوی دی.

په فلم کې به د نوموړې سره تجربه کار اداکار عرفان خان راښکاره شي، دغه فلم د ۲۰۱۷ جوړ شوي فلم (هندي میډیم) دویمه برخه ده.

په ورته وخت کې کرینه کپور په فلم (ګډ نیوز) کې د اکشي کمار سره مرکزي رول لوبوي دغه ډول به د کرن جوهر په فلم (تخت) کې د رنویر سنګ، انیل کپور، جهانوي کپور او عالیه بهټ سره مرکزي رول ولوبوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی